1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستروسیه

روسیې پر شمالي کوريا د بندیزونو د نظارت د تمديد مخه نيولې

۱۴۰۳ فروردین ۱۰, جمعه

روسيې د خپل ويټو حق کارولو ترمخه، امنيت شورا ته وويل چې لوېديځ هېوادونه د شمالی کوريا د «زندۍ» کولو هڅه کوي. په پيونګ يانګ کې حکومت له ۲۰۰۶م کال راهېسې د خپل اتومي پروګرام له کبله له بندیزونو سره مخامخ دی.

https://p.dw.com/p/4eFyQ
په داسې حال کې چې روسيې او شمالي کوريا د وسلو د تجارت تورونه رد کړي دي، تېر کال دواړو هيوادونو د پوځي همکارۍ د پراخولو هوډ څرګند کړ.
په داسې حال کې چې روسيې او شمالي کوريا د وسلو د تجارت تورونه رد کړي دي، تېر کال دواړو هيوادونو د پوځي همکارۍ د پراخولو هوډ څرګند کړ.انځور: KCNA via REUTERS

روسیې د پنجشنبې په ورځ د ملګرو ملتونو د يوې کمېټې د کار مودې غځولو مخه ونیوله چې د شمالي کوريا پر وړاندې د بندیزونو د نظارت دنده لري. دا په داسې حال کې ده چې پر روسیې تور دی چې په اوکراين کې د جګړې جاري ساتلو له پاره له شمالي کوريا سره د وسلو تجارت کوي.

د ويټو د حق کارولو تر مخه، په ملګرو ملتونو د روسیې سفير واسيلي نېبنزيا، د امنيت شورا ته وويل چې لوېدیځ هېوادونه د شمالي کوريا د «زندۍ» کولو هڅه کوي او استدلال یې وکړ چې بندیزونه د دغه هېواد د اتومي پروګرام د مخنيوي په برخه کې بې ربطه او بې اغیزې ثابتيږي. 

شمالي کوريا له ۲۰۰۶م کال راهېسې د خپل اتومي پروګرام له کبله د ملګرو ملتونو د امنيت شورا د بندیزونو سره مخامخ ده.

د ملګرو ملتونو د څار کمېټه د بندیزونو د پرځای کولو او له هغو څخه د سرغړونو د پيژندنې يوه مهمه وسيله ده. بې له تمديد څخه به یې ماموريت د اپريل میاشتې په پای کې ختم شي.

د روانې ميلادي میاشتې په سر کې دې کميټې په خپل تازه رپوټ کې ويلي ول په دې اړه څيړنې کوي چې پيونګ يانګ د احتمالي سايبري بريدونو له طريقه د خپل اتومي پروګرام د پراخولو له پاره په ميليارډو ډالر په لاس راوړي.

د روسیې دې ګام انتقادونه پارولي

د روسیې دا چاره د مختلفونو هېوادونو له انتقاد سره مخامخ شوې. د اوکراين د بهرنیو چارو وزير ديمترو کوليبا، دا ويټو «پر جرم اعتراف کول» بللي دي. جنوبي کوريا بيا د يوې اعلامیې په ترڅ کې ويلي دي چې مسکو «يوه غير مسئولانه پريکړه» کړې ده.

امريکا متحده ایالاتو روسیه تورنه کړې ده چې له شمالي کوريا سره یې د «خپل پټ جوړ جاړي په اړه د ملګرو ملتونو د رپوټ د پټولو» هڅه کړې ده.

د امريکا د بهرنيو چارو وزارت وياند مېتيو مېلر، ويلي دي چې د روسیې ګامونو «په بدبينانه توګه نړيواله سوله او امنيت کمروزی کړی»، څو په پيونګ يانګ کې له حکومت سره خپله «فاسده معامله» آسانه کړي.

په داسې حال کې چې روسيې او شمالي کوريا د وسلو د تجارت تورونه رد کړي دي، تېر کال دواړو هيوادونو د پوځي همکارۍ د پراخولو هوډ څرګند کړ.

د توغنديو د توغولو يوه لړۍ د دې ګنګوسو باعث شوه چې ګني شمالي کوريا دغه وسلې روسیې ته تر ليږدولو مخکې آزمايي چې روسیه یې بيا په اوکراين کې کاروي.

په سپتمبر مياشت کې د روسیې له ولسمشر ولاديمیر پوتين، سره تر ليدنې کتنې وروسته د شمالي کوريا واکمن کيم جونګ اون،  ويلي ول چې دواړه مشران د «امپرالیزم پر ضد مبارزې» له پاره سره يو کیږي.

د شمالي کوريا پر وړاندې بندیزونه پر ځای دي

د روسیې له خوا د ويټو د حق کارولو پر هغو بندیزونو اغیز نه دی کړی چې پر شمالي کوريا لګول شوي دي. 

خو دا چاره د هغو هلو ځلو له پاره د پام وړ شاتګ په معنا ده چې د شمالي کوريا د اتومي پروګرام د نظارت له پاره ترسره کیږي او د امنيت شورا د غړيو ترمنځ د ويش د پراخیدو ښکارندوي کوي.

چين که څه هم چې له روسیې سره په شريکه، د بندیزونو د نرمولو له پاره غږونه پورته کوي، په دې رايه اچوونه کې یې ممتنع رای کارولی ده. د امنيت شورا له ۱۵ غړيو هيوادونو څخه نورو ټولو ديارلسو د نظارت کمېټې د تمديد په حق کې خپله رایه ورکړه.

ب. ص/ ن. ز (AP, AFP, Reuters)

زموږ له آرشيف څخه:

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب