1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستشمالي کوریا

کیم جونګ اون او پوتين پر کومو موضوعاتو خبرې وکړې؟

۱۴۰۲ شهریور ۲۲, چهارشنبه

د شمالي کوريا رهبر او د روسیې ولسمشر د چهار شنبې په ورځ د روسیې په ختیځ کې پراته د وستوچني په فضایي مرکز کې سره وليدل. د کرونا تر وبا وروسته دا له يوه نړيوال مشر سره د کم لومړۍ ليدنه کتنه وه.

https://p.dw.com/p/4WHU4
Russland | Treffen Kim Jong Un und Wladimir Putin
انځور: Vladimir Smirnov, Sputnik, Kremlin Pool Photo via AP/picture alliance

کیم جونګ اون او ولاديمیر پوټين د روسیې په لېرې پرته سيمه سايبیريا کې په يوه فضايي مرکز کې سره وکتل. د ليدنې کتنې تر مخه دواړو مشرانو د سويوس دوه فضايي توغندیو فضا ته د توغولو چارې وڅارلې. د ليدنې کتنې له پاره د دې ځای انتخاب دې ته يوه اشاره ده چې کیم د پوځي سپوږمکيو د جوړولو په برخه کې د روسیې مرستو ته سترګې په لار دی.

کله چې خبريالانو له پوتین څخه وپوښتل چې آیا روسیه به د ستېلايتونو په جوړولو کې لهشمالي کوريا سره مرسته وکړي؟ پوتين وويل: «له همدې کبله موږ دلته راغلي يو. د شمالي کوريا مشر د توغنديو د انجينرۍ په برخه کې ډېره ليوالتيا ښوولې او هغه هڅه کوي چې  فضايي څيړنو ته وده ورکړي.»

د مودو راهیسې په دې هکله ګونګوسې وې، خو اوس ریښتیا هم د شمالي کوریا د رهبر کیم جونګ اون او د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین ترمنځ لیدنه کتنه ترسره شوه.

هغه ویډیوگانې چې کرملین خپرې کړي دي په هغو کې دواړه مشران د روغبړ په حالت کې لیدل کیږي. د روسیې خبري آژانسونو رپوټ ورکړی دی چې کیم او پوتین د «سوداگریزو اړیکو او نړیوالو مسایلو» په هکله خبرې کوي.

اټکل کیږي چې پوتین او کیم به د وسلو په هکله له یوه بل سره خبرې وکړي. روسیه د اوکراین په جګړه کې په عاجل ډول مهماتو ته اړتیا لري. د دې په بدل کې په شدید ډول منزوي شوی هیواد شمالي کوریا بیا د سپوږمکیو او اوبتلونو د جوړولو له پاره د روسیې تخنیکي مرستې ته ضرورت لري.

د روسي رسنیو د رپوټ پر بنسټ پوتین اعلان کړی دی چې له شمالي کوریا سره به د سپوږمکیو په جوړولو کې مرسته وکړي. د ليدنې کتنې تر مخه د روسیې ولسمشر د خبریالانو د دې پوښتنې په ځواب کې چې آیا په دې لیدنه کتنه کې به د پوځي همکاریو موضوع هم مطرح شي وویل: «مونږ بې له دې چې بیړه وکړو، د ټولو موضوعاتو په هکله به خبرې وکړو. مونږ په کافي اندازه وخت لرو».

Russland | Treffen Kim Jong Un und Wladimir Putin
هغه ویډیوگانې چې کرملین خپرې کړي دي په هغو کې دواړه مشران د روغبړ په حالت کې لیدل کیږي. انځور: Vladimir Smirnov, Sputnik, Kremlin Pool Photo via AP/picture alliance

امریکا د پوتین د «کمزورۍ نښې» وینې

امریکا متحده ایالاتو کیم جونگ اون ته د جنګي تجهیزاتو د استولو په هکله خبرداری وکړی دی. د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند ماتیو میلر، وویل: «روسیې ته د شمالي کوریا له لورې د هر ډول وسلو صادرول به د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د پریکړه لیک د نقضولو په معنی وي.»

میلر زیاته کړه چې متحده ایالات به د دغو واړو هیوادونو پر وړاندې نوي بندیزونه ونه لګوي. هغه وویل: «دا د پوتین د کمزورۍ نښه ده چې مجبوره کیږي له کیم جونگ اون څخه د مهماتو غوښتنه کوي» هغه وویل زه دا د [مرستې خیرات غوښتل] بولم.

کیم او پوتین د روسیې په لیري ختیځ سیمه کې د وستوچني په فضایي اډه کې ملاقات کړی دی. دا له پوتین سره د کیم دویمه لیدنه ده. نوموړي د ۲۰۱۹ م کال په اپریل کې د روسیې په ولادي وستوک ښار کې له پوتین سره لیدلي وو.

شمالي کوریا نوي توغندي توغولي دي

له دې لیدنې کتنې سره هم مهاله شمالي کوریا د لنډ واټن نوي بالیستیک توغندي توغولي دي. د سویلي کوریا د پوځ عمومي مشر ویلي دي چې دغه هیواد د پلازمېنې پیونګ یانګ اطرافو ته د دوو بالیستیک توغندیو توغول کیدل ثبت کړي دي.

په دغه رپوټ کې زیاته شوې ده چې دغو توغندیو شاوخوا ۶۵۰ کیلومتره د ختیځ پر لور د آزادو اوبو پر سر پرواز یا حرکت کړی دی او سویلي کوریا د خبرداري کچه لوړه کړې ده.

د ملګرو ملتونو سازمان پریکړه لیکونه شمالي کوریا له هر ډول بالیستیک توغندیو له توغولو منع کړې ده، حتی که د دغو توغول کیدو موخه آزمایشي هم وي.

آژانسونه: ش.ن/ ب.ص