1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستروسیه

امریکا: شمالي کوریا د روسیې پر کرایي پوځ وسلې پلورلي

۱۴۰۱ دی ۲, جمعه

د امریکا متحده ایالاتو د استخباراتو په حواله شمالي کوریا د ملګرو ملتونو له خوا له لګول شوو بندیزونو څخه په سرغړونې د وسلو یوه محموله د روسیې کرایي عسکرو یوې ډلې ته رسولې ده. د دغي ډلي ۵۰ زره عسکر په اوکراین کې جنګیږي.

https://p.dw.com/p/4LM9A
Logo des russischen privaten Sicherheitsunternehmen und Militärunternehmen Wagner Gruppe (paramilitärische Organisation)
انځور: imageBROKER/Siegra Asmoel/imago images

واشنګټن د پنجشنبې په ورځ وویل چې شمالي کوریا د روسیې واګنر ګروپ ته توغندي او راکټونه استولي دي. خو پیونګ یانګ بیا دغه تورونه رد کړي دي.

د امریکایي استخباراتو دغه رپوټ له هغو اندېښنو سره هم مهاله خپریږي چې د روسیې یوه بدنامه خصوصي پوځي کمپنۍ په اوکراین کې د مسکو په جګړه کې ډیر پراخ رول لوبوي. واګنر ګروپ په کرایه د جنګیدونکو پوځیانو یوه شبکه ده. دې ته د ولسمشر پوتین شخصي پوځ هم ویل کیږي.

د لازیاتو وسلو لیږلو اندېښنه

د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت شورا ویاند جان کربي وايي: «موږ باید هیله ولرو چې واګنر ته د استول شوو وسلو سره په اوکراین کې د جګړې د ډګر په وضعیت کې کوم اساسي بدلون نه رامنځته کیږي.»

زیلنسکي: اوکراین په کلکه ولاړ دی او هیڅکله به تسلیم نه شي

کربي وویل چې د امریکا استخباراتو په قطعي ډول دا خبره کړې ده چې شمالي کوریا تیره میاشت د وسلو لومړۍ محموله استولې ده. نوموړي وویل چې امریکا اندېښمنه ده چې شمالي کوریا د نورو وسلو او پوځي تجهیزاتو د استولو پلان جوړوي.

د بریتانيا د بهرنیو چارو وزیر جیمز کلیورلي د شمالي کوریا له خوا روسیې ته د وسلو استول غندلي دي. نوموړي په یوه اعلامیه کې ویلي دي: «دا حقیقت چې ولسمشر پوتین د مرستې له پاره شمالي کوریا ته مخه کوي، په اصل کې د مایوسۍ او منزوي پاتې کیدو علت دی.»

د شمالي کوریا د بهرنیو چارو وزارت د روسیې واګنر ګروپ ته د وسلو استولو خبرونه رد کړي
د شمالي کوریا د بهرنیو چارو وزارت د روسیې واګنر ګروپ ته د وسلو استولو خبرونه رد کړي انځور: AP

د شمالي کوریا د بهرنیو چارو وزارت د روسیې واګنر ګروپ ته د وسلو استولو خبرونه رد کړي او هغه یي بې بنسټه بللي دي.

د شمالي کوریا دولتي خبري آژانس سي این ای د بهرنیو چارو وزارت د ویاند په حواله ویلي دي: «دا امریکا ده چې اوکراین ته مختلف ډول وژونکي خونړۍ وسلې ورکوي او ویجاړۍ خپروي.»

د بایدن حکومت د وسلو پر لیږد نیوکه کړې

د بایدن حکومت چارواکي وايي چې ملګرو ملتونو د پیونګ یانګ له خوا د وسلو پر صادراتو او وارداتو بندیز لګولی دی، خو د دې بندیز سربیره د شمالي کوریا له خوا وسلې استول کیږي.

په ملګرو ملتونو کې د امریکا سفیرې لنډا توماس ګرین فلډ وویل چې روسیه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا یوه دایمي غړې ده او په داسې حال کې د روسیې کرایي پوځیانو ته د وسلو انتقالول د «کرکې وړ» اقدام دی.

کریملین امریکا ته د زیلنسکي پر سفر او وسلو ورکولو انتقاد کړی

هغه وویل چې د ویټو حق درلودونکې روسیه اوس د اوکراین پر ضد د خپل یرغلیزې جګړې د تیزولو په خاطر له شمالي کوریا او ایران څخه وسلې پیري.

د امریکا د استخباراتي ادارې د رپوټونو په حواله د واګنر شاوخوا ۵۰ زره کرایي عسکر په اوکراین کې جنګیږي. جان کربي وایي چې د روسيې د ولسمشر ولادیمیر پوتین د یوه ډیر نږدې ملګري تر کنترول لاندې پر دې ګروپ یا ډلې په جګړه کې د برخه اخیستنې په خاطر په میاشت کې ۱۰۰ میلیونه ډالره مصرفیږي.

شمالي کوریا سږ کال د توغندیو د ازموېنې بهیر ډیر ګړندی کړی دی. د ملګرو ملتونو د اټومي انرژۍ آژانس خبرداری ورکړی دی چې داسې اشارې ترلاسه کیږي چې پیونګ یانګ د اټومي وسلو د تجربې له پاره تیاری نیسي.

آژانسونه: ش.ن/ ن.ز