1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستاوکرایین

شمالي کوريا روسیې ته د وسلو لېږدولو خبره رد کړه

۱۴۰۱ آبان ۱۷, سه‌شنبه

د شمالي کوريا حکومت ويلي دي چې روسیې ته یې هيڅ وسله نه ده ليږدولې. ولسمشر زيلنسکي د مرستې له پاره د نړيوالو ليوالتيا ستایلې او غواړي چې له اسرائيل سره په امنيتي برخه کې همکاري ولري.

https://p.dw.com/p/4JBmI
شمالي کوريا په دې وروستیو کې په څو ځلي توغندي وازمويل
شمالي کوريا په دې وروستیو کې په څو ځلي توغندي وازمويلانځور: YNA/Yonhap/picture alliance

شمالي کوریا د امريکا متحده ایالاتو هغه تور رد کړی دی چې ګويا دغه هېواد د اوکراين د جګړې له پاره روسیې ته په پټه د توپخانې مهمات ليږدولي دي. د «کی سي ان ای» دولتي خبري آژانس د شمالي کوريا د دفاع وزارت د يوه مرستيال له قوله ویلي دي چې دا «بې بنسټه» ګنګوسې دي چې امريکا یې په نړۍ کې د شمالي کوريا حيثيت ته د زيان رسولو په موخه خپروي.

دغه چارواکي زياته کړې ده چې شمالي کوريا له روسیې سره د وسلې په تجارت کې ښکيله نه ده او «نه هم په راتلونکي کې د دې اراده» لري.

د امريکا د ملي امنيت شورا وياند جان کیربي د تېرې چهارشنبې په ورځ ويلي ول چې شمالي کوريا «د پام وړ» مقدار مهمات په پټه روسیې ته ليږدولي دي او هڅه کوي داسې وښيي چې دغه مهمات په اصل کې د منځني ختيځ او يا شمالي افريقا له پاره په نظر کې نيول شوي دي. د کیربي په خبره لا روښانه نه وه چې آيا دغه تجهیزات روسیې ته ورسېدل او که نه. هغه وويل: «موږ به څارنې ته دوام ورکړو څو وپوهيږي چې انتقال شوي مهمات ترلاسه شول او که څنګه.»

«روسېې ته د ایراني ډرون په استولو د اوکراين جګړه اوږديږي»

کيربي زياته کړه چې د نړيوالو بندیزونو په پايله کې روسیه د پوځي تجهیزاتو له کمښت سره مخ ده او له دې کبله د ایران او شمالي کوريا په څېر هېوادونو ته مخه کوي څو وکولای شي چې په اوکراين کې خپلې جګړې ته دوام ورکړي.

زيلنسکي مرستې ته د نړيوالو ليوالتيا وستايله

پر هيواد یې د روسیې شديدو بریدونو ته په کتو سره د اوکراين ولسمشر ولوديمير زيلنسکي مرستې ته د نړيوالې ټولنې ليوالتيا وستایله. نوموړي د دوشنبې په ماښام په خپل ورځني ويديويي پېغام کې وويل: «د روسیې د توغنديو او بې پېلوټه الوتکو د ترهګرۍ تازه پارونه يوازې د دې باعث شوه چې نړۍ په نوې او تازه مرسته اوکراين ته ځواب ورکړ.

د اوکراين ولسمشر ولوديمیر زيلنسکی
د اوکراين ولسمشر ولوديمیر زيلنسکیانځور: Ukraine Presidency/Planet Pix/ZUMA/dpapicture alliance

تر دې يو ساعت د مخه د اوکراين د دفاع وزير اوليکسې ريسنيکوف د امريکايي او ايتالوي ساخت د نويو دافع هوا سيسټمونو د ترلاسه کولو خبر ورکړ. په دې وروستيو کې روسي راکټونو او د ډرون بريدونو په اوکراين کې د برېښنا او اوبو زيربناوې ويجاړې کړې دي. له څو ورځو راهيسې په ميليونو اوکراينيان په ورځ کې د يوازې يو څو ساعتونو له پاره برېښنا لري. آلمان هم له همدې امله په اکتوبر مياشت کې اوکراين ته د «اريس – ټي» دافع هوا سیسټم ليږدولی وو.

«د سولې خبرو اترو ته د روسیې مجبورول»

د زيلنسکي په خبره روسیه باید د سولې جدي خبرو اترو ته مجبوره کړل شي. نوموړي وويل: «د روسیې بې ثباته کوونکی اغیز نړۍ له جګړې سره مخ کوي او د انرژۍ او خوراکي موادو بحران او د نورمالو نړیوالو اړيکو د له منځه وړولو زمينه برابروي.»

اوکراین: د اوربند پخاطر ډیپلوماتیک کوښښونه ضروري دي

هغه وويل چې د اقليم اجندا هم له دې امله «په رښتيا زيانميږي». زيلنسکي زياته کړه: «څوک چې د اقليم د اجندا په اړه جدي وي هغه باید د دې اړتیا په اړه هم جدي و اوسي چې د روسیې يرغل باید ژر تر ژره پای ته ورسيږي، زموږ ځمکنۍ بشپړتيا بيرته ترلاسه شي او روسیه د سولې جدي خبرو اترو ته اړه کړل شي.»

د ولسمشر زيلنسکي د مشاور ميخايلو پودوليک په خبره اوکراين هم له روسیې سره خبرو اترو ته چمتو دی خو يوازې د ولسمشر پوتین له ځای ناستي سره.

اوکراين له اسرائيل سره همکاري غواړي

ولسمشر زيلنسکي د يوه تلیفوني تماس په ترڅ کې د اسرائيل د راتلونکي لومړي وزير بنيامن نتنياهو ته په ټاکنو کې د بريا مبارکي ورکړه او په دې ترڅ کې یې هيله څرګنده کړه چې دواړه هيوادونه به وکولای شي په راتلونکي کې د امنيت په برخه کې همکاري وکړي.

د اوکراين ولسمشر د خپلو خبرو په پای کې وويل چې اسرائيل او اوکراين دواړه ځانونه له «ورته ګواښونو» سره مخ ګني او کولای شي «يو بل تقويه کړي.»

اسرائيل که څه هم چې په اصل کې د اوکراين د ملاتړ ژمنه کړې ده، خو تر اوسه د روسیې پر ضد د امريکا په مشرتوب ائتلاف کې لا شامل شوی نه دی. تر اوسه یې د خپل عصري دافع هوا سیسټم د ورکړې غوښتنه چې د اوکراين حکومت ترې په څو ځلي کړې وه، هم رد کړې ده.

خو په جګړه کې یې د پخواني دښمن ایران د ښکيل کيدو په اړه اندېښنه ورځ تر بلې زياتيږي. ویل کیږي چې تهران ښايي په اوکراين کې د هدفونو د په نخښه کولو په موخه روسیې ته په لوړه کچه بې پېلوټه الوتکې ليږدولي وي. خو اسرائيل اوس له يوه پېچلي دیپلوماتيک حالت سره مخ دی، ځکه چې دغه هيواد په عين وخت کې له روسیې سره هم باید خپلې اړيکي وساتي چې عسکر یې د اسرائيلو په ګاونډي هيواد سوريه کې په فعاله توګه ښکيل دي.

ب. ص/ ن. ز (afp, dpa, rtr)

زموږ له آرشيف څخه:

په پولنډ کي د اوکرایني مهاجرو حالت