1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستپاکستان

«نيم ميليون افغانان له پاکستانه بيرته هېواد ته ستانه شوي»

۱۴۰۲ بهمن ۲, دوشنبه

د مهاجرت نړيوال سازمان ويلي دي چې په تېرو څلورو مياشتو کې تر نيم میليون ډېر افغانان بیرته خپل هیواد ته ستانه شوي دي. د پاکستان حکومت اعلان کړی وو چې په دغه هیواد کې د قانوني اسنادو نه لرونکي کسان به اخراجوي.

https://p.dw.com/p/4bYEK
په پاکستان کې د نادرا دفتر مخې ته افغان کډوال
په پاکستان کې د نادرا دفتر مخې ته افغان کډوالانځور: Farooq Naeem/AFP/Getty Images

د مهاجرت نړيوال سازمان (IOM) دا شميرې د دوشنبې په ورځ (۲۰۲۴م کال د جنورۍ ۲۲) خپرې کړي دي. د ملګرو ملتونو د دغه سازمان د تازه شميرو په حواله د ۲۰۲۳م کال د سپتمبر د ۱۵مې او د ۲۰۲۴م کال د جنورۍ د ۱۳مې نيټې ترمنځ موده کې له پاکستان څخه ۵۰۰ زره او ۲۰۰ هغه افغانان چې د اوسيدو قانوني اسناد یې نه لرل، بيرته خپل هېواد ته تللي دي.

د دې کسانو زياتره یې هغه وخت سرحدونو ته ورسېدل چې د پاکستان د حکومت له خوا د دغه هېواد څخه د وتلو له پاره ټاکل شوی ضرب الاجل چې د نومبر میاشتې لومړۍ نیټه وه، په نيږدې کيدو شو. د پاکستان حکومت اعلان کړی وو چې تر دغه نیټې وروسته به هغه افغان کډوال ونيسي چې د اوسيدو قانوني اسناد نه لري. د پاکستان پوليسو د دغه کسانو د اخراج له پاره يو شمیر مرکزونه هم جوړ کړي دي.

دمهاجرت د نړيوال سازمان په اعلاميه کې ويل شوي: «د نوامبر مياشتې د لومړۍ نیټې په شا او خوا کې د لومړني ازدهام راهېسې، له رسمي سرحدي نقطو څخه د تیريدونکو کسانو شمير وار په وار راکم شوی خو د ۲۰۲۳م کال د سپتمبر د ۱۵مې نيټې د مخه وخت څخه اوس هم ډېر دی.»  

په پاکستان کې د کډوالو ناخواله وضعیت

دپاکستان حکومت د افغان کډوالو د اخراج موضوع د هيواد په هغو سيمو کې امنيتي انديښنو ته په اشارې سره توجيه کوله چې له افغانستان سره ګډه پوله لري. حکومت همدا راز پر ناوړه اقتصادي وضعيت فشار هم د دې اخراج د علت په توګه په ګوته کاوه.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو دفتر، يوناما د دوشنبې په ورځ په خپل يوه رپوټ کې ويلي دي: «په زور تللو ته اړ ایستل شويو کې ښايي ځيني یې هغه هم وي چې د تعقيب، خپل سري نيونو او زنداني کيدو او يا د شکنجې او ناوړه چلن له ګواښ سره مخامخ دي.»

په دې منځ کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د تلو راتلو تر ټولو مصروفه لاره يعني د تورخم دروازه، په لسمه ورځ هم د بار وړونکو لاريو پر مخ تړل شوې ده. دا سرحدي لاره د بار وړونکو نقليه وسیلو د چلوونکو د اسنادو پر سر لانجې په ترڅ کې بنده شوې ده.

د يوه سرحدي چارواکي په حواله چې نه یې غوښتل نوم یې واخیستل شي، د دوشنبې په ورځ د تورخم دروازې د پاکستان لوري ته تر ۴۰۰ ډېرې لارې بندې پاتې دي.

م.م پاکستان ته: د افغان کډوالو د اخراج لړۍ بنده کړئ

د فرانسې خبري آژانس په خپل رپوټ کې لیکلي دي چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ اړيکې په دې وروستيو مياشتو کې ډېرې خرابې شوي دي. زیاته شوې ده چې پاکستان په افغانستان کې د طالبانو پر حکومت تور لګوي چې د هغو وسله والو په مخنيوي کې پاتې راغلی دی چې د دغه هېواد له خاورې څخه په پاکستان کې بريدونه پلانوي. خو د طالبانو حکومت تل دا ډول تورونه ردوي.

په میليونونو هغه افغانان چې په افغانستان کې د تيرو څو لسیزو د تاوتريخوالي له کبله په تېښته دي، پاکستان ته یې پناه وړې ده. په دې افغانانو کې هغه ۶۰۰ زره کسان هم شامل دي چې د ۲۰۲۱م په اګست مياشت کې واک ته د طالبانو تر رسېدو وروسته دغه هېواد ته تللي دي.

له پاکستانه د اخراجيدونکوپه ليکو کې ځيني هغه افغانان هم شامل ول چې ټول عمر یې په پاکستان کې تیر کړی وو او هیڅکله افغانستان ته نه وو تللي.

افغانستان ته په داخليدو چې د بشري بحران سره مخامخ دی، له دغو مهاجرو سره د حکومت او غير دولتي موسسو له خوا يو څه مرسته وشوه.

ب. ص/ ن. ز (AFP)

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب