1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د تورخم دروازه لا تړلي ده؛ په زرونو تجارتي لارۍ بندې پاتې دي

۱۴۰۲ دی ۲۶, سه‌شنبه

د تورخم سرحدي دروازې د تړل کيدو له کبله د پولې دواړو غاړو ته په زرونه لارۍ بندې پاتې دي او سوداګر انديښمن دي چې مالونه به یې وراسته شي.

https://p.dw.com/p/4bJpV
د پاکستان او افغانستان ترمنځ د تورخم سرحدي لاره په تکراري ډول تړل کیږي
د پاکستان او افغانستان ترمنځ د تورخم سرحدي لاره په تکراري ډول تړل کیږيانځور: Hussain Ali/Pacific Press Agency/imago images

د افغانستان او پاکستان ترمنځ د تورخم سرحدي لاره د جمعې په شپه په تجارتي توکو بار لاريو پر مخ تړل شوې ده او لا تر دې دمه تړلې پاتې ده. د دې سرحدي لارې د تړل کیدو دليل دا دی چې پاکستان له لارۍ چلوونکو غواړي چې په پاسپورت او ویزه دې دغه هېواد ته داخل شي.

د افغانستان او پاکستان د ګډې سوداګرۍ او صنعت خونې يوه مسئول، خان جان الکوزي، د فرانسې خبري آژانس ته وويل چې تر دوشنبې ورځې پورې د ۳۰۰۰ په شا او خوا کې لارۍ چې په تجارتي مالونو بار دي، د پولې دواړو غاړو ته بندې پاتې دي.

د افغانستان او پاکستان ترمنځ د تورخم سرحدي لاره په تکراري ډول او په دې وروسيو کې له پاکستان څخه د هغو افغان کډوالو د اخراج تر پېل وروسته چې قانوني اسناد نه لري، تړل شوې ده. د دې لړۍ تر پېل وروسته پاکستان دغه هېواد ته د داخليدو شرائط سخت کړي دي او ویلي یې دي چې د تجارتي لاريو چلوونکي بايد په پاسپورت او ویزې سره دغه هېواد ته داخل شي.

ایا د پلاوي تګ، راتګ به د طالبانو او پاکستان اړیکې ورغوي؟

خان جان الکوزي وويل: «دا [د سرحد تړل کیدل] نه يوازې د دواړو هيوادونو سوداګرو ته زیان رسوي بلکې په بازار کې د بيو د لوړیدو باعث هم ګرځېدلي دي. زياتره د خوراکي توکو محمولې دي چې د سرحد د تړلي پاتېدو په صورت کې به ورستې شي.»

د ماضي په څېر دا ځل هم په افغانستان کې د طالبانو اداره او د پاکستان حکومت پر يو بل د لارې د بندېدو پړه ور اچوي.

خو د دې شخړې عمده دليل دادی چې پاکستان له لارۍ چلوونکو غواړي چې په پاسپورت او ویزه دې دغه هېواد ته سفر وکړي، دا په داسې حال کې ده چې زياتره افغانان دا اسناد نه لري.

د پاکستان يوه ګمرکي چارواکي د دوشنبې په ورځ وويل چې څه نا څه ۴۵۰ لارۍ د پاکستان لوري ته بندې پاتې دي او ۶۰۰ نورې بيا د دغه لارې په اوږدو کې ولاړې دي.

د طالبانو د حکومتي چارواکو او په اسلام آباد کې د چارواکو ترمنځ د دې ستونزې د حل په موخه خبرې اترې جريان لري، خو د طالبانو د ادارې د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویاند عبدالسلام جواد، ويلي دي چې تر دوشنبې ورځې پورې دې خبرې اترو کومه نتيجه نه ده ورکړې.

د طالبانو ادارې او د پاکستان حکومت ترمنځ په دې وروستيو کې اړيکي ترنګلي دي. اسلام آباد ادعا لري چې طالبان د افغانستان له خاورې څخه د ترهګرو ډلو د فعاليت مخه نه نيسي. د طالبانو اداره دا تورونه ردوي.

زموږ له آرشيف څخه:

د تورخم د تړل کيدو له کبله د خلکو شکايتونه

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب