1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ملګرو ملتونو پر پاکستان د افغان کډوالو د حفاظت غږ کړی دی

۱۴۰۲ آبان ۱۵, دوشنبه

ملګرو ملتونو له پاکستان څخه د سونو زرو افغان کډوالو د اخراج درولو غوښتنه کړې ده. د ملګرو ملتونو د کډوالو د عالي کميسارۍ مشر ویلي دي چې افغانستان دمګړۍ له يوه بشري بحران سره مخامخ دی او په ژمي کې به وضعيت نور هم خراب شي.

https://p.dw.com/p/4YSml
 په تورخم کې راستانه شوي افغان کډوال
په تورخم کې راستانه شوي افغان کډوالانځور: Wakil KOHSAR/AFP/Getty Images

دملګرو ملتونو د کډوالو د عالي کمیسارۍ مشر فيليپه ګرانډي، د دوشنبې په ورځ ويلي دي: «ډېر هغه افغانان چې مجبور دي له پاکستان څخه ووځي، له ډېرو ستونزو او خطر سره مخامخ دي.»

نوموړي وويل چې افغانستان دمګړۍ له يوه بشري بحران سره لاس اوګريوان دی چې په پېليدونکي ژمي سره به دا وضعيت نور هم پسې خراب شي.

ګرانډي زياته کړه: «زه پر پاکستان غږ کوم چې خپل اوږده دود ته دوام ورکړي او د اړمنو افغانان محافظت تضمين کړي.»

د پاکستان حکومت د اکتوبر میاشتې په سر کې له هغو افغانانو چې په دغه هېواد کې د اوسېدو اسناد نه لري، غوښتي ول چې د تيري میاشتې تر پايه دي بيرته افغانستان ته ستانه شي.

له دې اعلان راهېسې په زرونو افغانان بيرته خپل هېواد ته اخراج شوي دي.

د ملګرو ملتونو د مهاجرو د عالي کميسارۍ مشر فليپه ګرانډي
د ملګرو ملتونو د مهاجرو د عالي کميسارۍ مشر فليپه ګرانډيانځور: Salvatore Di Nolfi/KEYSTONE/picture alliance

د پاکستان د «DAWN» ورځپاڼې د چارواکو په حواله خبر ورکړی دی چې تر اوسه څه نا څه ۱۷۴ زره افغانان بيرته ستانه شوي دي.

په پاکستان کې شا او خوا څلور ميليونه افغانان ژوند کوي چې له دوی څخه یې کابو ۱،۷ ميليونه د اوسيدو اسناد يا اجازه نه لري. پاکستاني چارواکي له افغان کډوالو سره دا چلند په امنيتي اندېښنو پورې تړي.

مرستندويه ټولنو هم په دې منځ کې د خطر زنګ غږولی دی. د دغو ټولنو له خوا ويل شوي هغه کسان چې له څو لسیزو راهيسې په پاکستان کې میشت ول، اوس تش لاس راستنېږي او د اغوستو جامو پرته هیڅ نه لري.

پر دې د بشري حقونو سازنونو د هغو بيرته ستنېدونکو کسانو په اړه هم اندېښنه څرګنده کړې ده چې اروپايي او يا هم د شمالي امريکا هيوادونو ته د تللو له پاره په پاکستان کې د ویزې په انتظار ول.

په عين حال کې په کندهار کې چارواکو د نړيوالو مرستو له پاره غږ کړی دی. د طلوع نيوز د يوه رپوټ په حواله د بيرته راستنېدونکو کډوالو اړوندې کميټې ويلي دي چې د چمن بندر ته څېرمه دې مرستندويه سازمانونو لا ډېره مرسته وکړي. زياته شوې ده چې ډير کسان روغتيايي مرستو ته اړتيا لري.

ب. ص/ ن. ز (EPD)

زموږ له آرشيف څخه:

په زرګونه کډوال له افغانستان سره پر پوله بند پاتې دي