1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سوداگريافغانستان

قومي مشران؛ د تورخم لارې بندېدو عام وګړي له کړاو سره مخ کړي

۱۴۰۲ شهریور ۲۱, سه‌شنبه

د تورخم لار چې نن د اوومې ورځې په تیرېدو لا هم تړلې ده، د کرښې د دواړو غاړو افغان سوداګرو او قومي مشرانو په وينا عام وګړي یې له ستر کړاو سره مخامخ کړي دي

https://p.dw.com/p/4WFZv
Aziza Akbari Journalistin aus Afghanistan
انځور: Mustafa Akbari

د ډیورنډ کرښې ته نږدې د ننګرهار د شینوارو او مومندو قومي مشرانو او د سوداګرۍ اتحادیې تیره ورځ د یو لوی لاریون په ترڅ کې له طالب چارواکو او د پاکستان له حکومت څخه وغوښتل چې د دغې لارې د پرانېستل کېدو لپاره جدي اقدام وکړي، ځکه په خبره یې سوداګر او عام خلک له ګڼو ستونزو سره مخامخ دي.

په ننګرهار کې د سوداګرۍ اتحادیې غړي وایي، چې افغان سوداګرو د میلینونو افغانیو تاوان کړی او که دا لاره په نږدې ورځو کې خلاصه نه شي، نو د دوی د تاوان کچه به څو چنده لوړه شي.

دوی له پاکستان وغوښتل چې د سیاسي ستونزو لپاره دې د کرښې دواړه غاړې سوداګر او عام خلک نه ځوروي.

د دغه لاریون یو ګډونوال افغان سوداګر د نوم نه ښودلو په شرط دویچه ویله ته وویل چې په تیرو ۷ ورځو کې د دوی غږ هېڅ چا هم نه دی اورېدلی او طالب چارواکي باید له پاکستان سره په جدي توګه د افغانانو ستونزې مطرح کړي. هغه وويل: «ګرمۍ په دې موسم کې له تیرو ۷ ورځو راهیسې زموږ مالونه د کرښې دواړو غاړو ته ولاړ دي او د میوو او سبزیو په شمول ګڼ نور توکي په مکمل ډول له منځه تللي دي. افغان سوداګرو ته باید یوه بدیله لاره پیدا شي، په بل صورت کې د دې جبران به بیا ډېر سخت وي.»

بل لوري ته د دغه لاریون یو ګډونوال، قومي مشر او د ولسي جرګې پخواني غړي فریدون مومند، هم له پاکستان څخه وغوښتل چې د عامو خلکو او سوداګرو پر مخ لاره پرانېزي. د هغه په خبره چې د تورخم هغې غاړي ته جنازې او ناروغان هم له ورځو راهیسې منتظر ته دي.

نوموړي وويل: «سیاسي ستونزې باید حل او د عامو وګړو پر مخ باید لاره پرانېستل شي ځکه خلک له ګڼو ستونزه سره مخ دي.»

په پاکستان کې د طالبانو سفیر احمد شکیب وایي، چې پاکستاني چارواکو سره له پرلپسې خبرو اترو وروسته لا هم نه دي توانېدلی چې یوې موافقې ته ورسېږي او پایله کې یې دغه لار د عامو خلکو او سوداګرو پرمخ پرانېستل شي.

هغه له دویچه ویله سره د یوې مرکې پر مهال وویل چې لا هم نه شي ویلی چې دغه لاره به کله پرانېستل شي.

د یو شمېر تازه رپوټونو په اساس چې د دغه لارې له تړل کېدو وروسته په پاکستان کې له افغان کډوالو سره د پاکستاني پولیسو ناوړه چلند او د دوی نیول کېدل ډېر شوي دي خو دغه طالب چارواکی وایي چې په دې اړه یې له پاکستاني چارو سره خبرې کړي دي.

نوموړي زياته کړه: «موږ په پرله پسې ډول د دغه لارې د پرانېستل کېدو او په پاکستان کې له افغان کډوالو سره د پاکستاني پولیسو د ناوړه چلند په اړه خبرې کړي خو تر اوسه هېڅ پایلې ته نه یو رسېدلي. موږ له پاکستان سره ښې اړیکې غواړو ځکه د دواړو هیوادونو د ناوړه اړیکو په وسیله دلته د غاړې دواړه قومونه ځورول کېږي او دا هېڅ لوري ته د منلو وړ نه ده.»

د تورخم لار چې د افغانستان او پښتونخوا ترمنځ د تګ راتګ او سوداګرۍ مهمه لاره ده، په دې وروستيو کې د طالبانو او پاکستان د امنيتي ځواکونو ترمنځ تر سرحدي نښتې وروسته د مسافرو او سوداګریزو توکو پر مخ تړل شوې ده او د ناروغانو په ګډون په سلګونه تنه او حتی جنازې په سرحد کې بندې پاتې دي.

په پاکستان کې د افغان سوداګرو په زرونو کانتیرونه بند پاتې دي