1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

رپوټ: له افغانستانه پاکستان ته د وسلو د قاچاق مخه نیول شوې

۱۴۰۲ آذر ۲۳, پنجشنبه

پاکستاني رسنیو رپوټ ورکړی دی چې یو اندازه پوځي تجهیزات او وسلې چې په یوه بار وړونکي موټر کې ځای پر ځای شوی ول او پاکستان ته قاچاق کیدل، له یوه موټر سره یوځای په تورخم بندري لار کې نیول شوي دي.

https://p.dw.com/p/4a9Ip
پاکستان وايي په تورخم کې یې په وسلو بار یو موټر او چلوونکی نیولي دي.
پاکستان وايي په تورخم کې یې په وسلو بار یو موټر او چلوونکی نیولي دي. انځور: Hussain Ali/Pacific Press Agency/imago images

رادیو پاکستان او د د نیا نیوز په نامه یوې پاکستانۍ رسنۍ رپوټ ورکړی دی چې په تورخم کې نیول شوې وسلې په پیازو بار په یوه بار وړونکي موټر کې ځای پر ځای شوې وې. د دغو پاکستاني رسنیو د راپور پر بنسټ، پاکستاني امنيتي ځواکونو د یاد موټر افغان چلوونکی نیولی دی.

په رپوټ کې راغلي دي چې په نیول شویو وسلو کې د ام ۴ په نامه امریکايي پرمختللې وسله، کلاشینکوف، توپانچه، د مختلفو وسلو زرګونه مرمۍ او د شپې دوربینونه شامل دي. یادې رسنۍ په خپل رپوټ کې ویلي دي چې دغه وسلې او پوځي تجهیزات پاکستان ته انتقالیدل څو په ترهګریزو بریدونو کې ترې استفاده وشي.

دا په داسې حال کې ده چې د سې شنبې په ورځ پاکستان د یوه خونړي برید شاهد وو. د پاکستان د خیبرپښتونخوا په ډیره اسماعیل خان کې د پاکستاني ځواکونو پر یوې پوځې  اډې د سې شنبې په ورځ د وسله والو په یوه برید کې ۲۳ پاکستاني سرتیري وژل شوي دي. اسلام آباد تر برید وروسته د څېړنو او د عاملینو پر وړاندې یې له کابله د اقداماتو غوښتنه وکړه.

کراچۍ؛ پولیسو په لسګونو افغانان نیولي

طالب چارواکو ویلي دي چې دوی د پیښې په تړاو څېړنو ته اماده دي، خو زیاتوي چې په پاکستان کې وروستۍ پیښه په افغانستان  پورې ربط نه لري.

په ورته وخت کې پاکستاني چارواکو ویلي دي چې د پاکستان د تحریک طالبان پاکستان ډلې جنګیالي چې په خبره یې په افغانستان کې خوندي پټنځایونه لري، په پرمختللو او نویو وسلو سمبال شوي.

په پاکستان کې په دې وروستیو کې د تحریک طالبان پاکستان یا ټي ټي پي د بریدونو له زیاتېدو وروسته، د پاکستان سرپرست لومړي وزیر انوارالحق کاکړ هم د روان کال په سپټمبر میاشت کې ویلي ول چې په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو پاتې شوې د شپې د لیدو وړ دوربینونو څخه نیولې تر پوځي تجهیزاتو پورې، اوسمهال د پاکستان له پاره "یوه نوې ننګونه" ده. د نوموړي په ​​وينا، دې تجهیزاتو د پاکستان طالبانو تحریک جنګي توان پياوړى کړى دى.

په ورته  وخت کېطالبانو د پاکستان یاد تورونه رد کړي او تل یې ویلي دي چې هیچا ته اجازه نه ورکوي چې د افغانستان خاوره د بل هېواد پر ضد وکاروي او ټول هغه پوځي تجهیزات چې په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو پاتې دي، خوندي او ښه ساتنه یې کیږي.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب

د نورو مطالبو ښودل