1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
کلتورسویډن

په سويډن کې بيا د قران کريم سوځولو ته غبرگونونه

۱۴۰۲ مرداد ۱۰, سه‌شنبه

د سويډن پارلمان مخي ته د بيا قرآن کريم سوځولو ته په اسلامي هيوادونو کي بيا سخت انتقادونه راپارولي دي. د اسلامي هيوادونو سازمان بيړنۍ غونډي په دې اړه سخته اندېښنه ښوولې ده.

https://p.dw.com/p/4UdWH
Schweden Stockholm | Koranschändung | Salwan Momika und Salwan Najem
انځور: Oscar Olsson/TT/picture alliance

په ټولنیزو رسنیو کې خپره شوې ویډیو کې د عراق دوه اتباع سیلوان مومیکا او سیلوان نجم چې د سویډن تابعیت لري، لیدل کیږي چې د پارلمان مخې ته د قرآن کریم یوه نسخه سوځوي.

د سویډن ايکسپريسن ورځپاڼې د سيلوان نجم له قوله لیکلي دي چې تر هغه به دغه کار ته دوام ورکړي تر څو په سویډن کې قران کریم نه وي تحريم شوی.

د اسلامي هېوادونو او سويډن تر منځ اړيکې له دغو اقداماتو وروسته تېره اوونۍ ترينګلې شوې او عراق د سويډن د سفير د شړلو او په ستاکهولم کې د خپل شارژدافیر د راستنېدو اعلان وکړ.

پاکستان،کويټه،د جماعت اسلامي غړي
پاکستان،کويټه،د جماعت اسلامي غړيانځور: Arshad Butt/AP Photo/picture alliance

په خاصه توگه د سويډن له پاره چې اوس مهال د ناتو د غړیتوب له پاره هځه کوي، سخت حالات رامنځ ته کړي، ځکه د سویډن له خوا د «پي کا کا» پلويانو ته پناه ورکول او اوس مهال د قران کريم د سوځولو له کبله ترکيه په ناټو کې د دغه هېواد د غړيتوب له پاره تر پخوا لا زيات خنډونه جوړوي.

په همدې حال کې سویډن د خپل اساسي قانون احکامو ته په اشارې سره چې د بیان د آزادۍ او د غونډې د آزادۍ حق په پراخ مفهوم او ابعادو پیژني، ځان د داسې کړنو د مخنیوي له پاره د لازمو وسایلو له نشتوالي څخه ګڼي.د سویډن پولیس وايي دوی د لاریونونو له پاره اجازه ورکوي، نه هغه عملونه چې په دې بهیرکې ترسره کیږي.

قران کریم ته د سپکاوی پر وړاندې «دريځونه»

په ورته وخت کې د عراق، ایران، سوریې او ځینو نورو هېوادونو په غوښتنه د اسلامي هېوادونو د همکارۍ سازمان د بهرنیو چارو وزیرانو په کچه د مهمو اقداماتو د بیا کتنې او ارزونې په موخه ويډيويي غونډه رابللې شوې وه.

د ایران د بهرنيو چارو وزیر حسین امیرعبداللهیان په وینا، د دغې غونډې د ترسره کولو هدف د قرآن کریم او مقدسو کتابونو د بې حرمتۍ په اړه څېړنه او په ډله ایزه توګه هغو حکومتونو او هېوادونو ته د یو سخت او وېروونکی پیغام لېږل دي چې داسې اعمالو ته اجازه ورنه کړي.

د اسلامي هيوادونو سازمان سویډن او ډنمارک ته د دغه سازمان د سرمنشي په حضور کې د یوه پلاوي لېږل، د دغو دواړو هېوادونو له چارواکو سره لیده کاته او د حکومتونو او اسلامي نړۍ د ژورې اندېښنې او لوړ حساسیت څرګندول. د اسلامي همکاريو سازمان ته د ايران د بهرنيو چارو د وزير د ونيا ټکي ول.

د سعودي عرستان د بهرنیو چارو وزیر فیصل بن فرحان او د اسلامي هېوادونو سازمان عمومي منشي حسن طه ابراهیم هم ورته څرګندونې وکړې.

د پریکړې د ابعادو په اړه اندیښنه

په دې وروستیو ورځو کې اعلان وشو چې د ډنمارک او سویډن حکومتونه پر یو لړ اقداماتو غور کوي چې د مذهبي مقدسو کتابونو د سوځولو احتمال محدود کړي.

د ډنمارک د بهرنیو چارو وزارت د دې مسئلې په بیانولو کښې د دغه هیواد جدي امنیتي پایلو ته اشاره وکړه او ویې ویل: «که په دغو مظاهرو کښې د نورو هیوادونو، کلتورونو او مذهبونو ته سپکاوی وشي، د ډنمارک له پاره به منفي او مهمې پایلې ولري، په تېره بیا د ډنمارک له پاره، له امنیتي اړخه.»

د وزارت په اعلامیه کې ویل شوي چې د لاریون ځینې کړنې په عمده توګه د «تشدد»هدف و او د نړۍ په ډېرو برخو کې ډنمارک اوس «د یو داسې هیواد په توګه ګڼل کیږي چې د نورو هیوادونو کلتورونو، مذهبونو او دودونو ته د سپکاوي او توهین اجازه ورکوي».

په ورته وخت کې د ډنمارک حکومت یادونه کړې چې د بیان آزادي د دغه هېواد یو له مهمو ارزښتونو څخه ده او د دې موضوع مدیریت به په اساسي قانون کې د ټاکل شویو حقونو په چوکاټ کې ترسره شي.

سویډن هم ورته اقدام په پام کې لري. د سویډن لومړي وزیر اولاف کریسټرسن په یوه بیان کې ویلي، چې له خپل ډنمارکي سیال میټ فریډریکسن سره له نږدې په اړيکه کې دی.