1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستسویډن

م.م: د قران سوځول کرکجن عمل دی چي د پارونی له پاره طراحی سوی

۱۴۰۲ تیر ۲۱, چهارشنبه

د ملگرو ملتونو د بشري حقونو شورا وايي چي په نړۍ کي د کرکې خپرول مخ پر زیاتدیو دي. دغه بڼسټ د پاکستان په غوښتنه د قران سوځولو د پیښې او مذهبي کرکې د پراخوالي په هکله بېړنۍ غونډه جوړه کړه.

https://p.dw.com/p/4Tlw9
تظاهرات در پاکستان در اعتراض به آتش زدن قرآن در سویدن
په سویډن کی د قرانکریم د سوځولو پرضد مظاهرېانځور: Raja Imran/Pacific Press/picture alliance

د ملگرو ملتونو د بشری حقونو شورا (UNHRC) د سې شنبې په ورځ په یوې بیړنۍ غونډه کي چي د پاکستان په غوښتنه جوړه سوې وه، د داسي مسایلو لکه له دین څخه د ساتنی او بیان د آزادۍ د حقونو په هکله بحثونه وکړل.

څو اسلامي هيوادونو په سویډن کې د قرآن کریم سوځول وغندل

پاکستان او ډېرو نورو هیوادونو ویلي دي چي، هغوی مجبوره سوي چي«د مخکي له مخکي هغو پلان سوو اعمالو او مذهبي کرکي د خطرناک زیاتوالي له امله غبرگون وښيي چي په ځینو اروپايي او نورو هیوادونو کي د قرآن کريم د پرله پسې بې حرمتۍ له امله څرگندیږي.»

زموږ فېسبوک پاڼه هم تعقیب کړی

په اسلام کي قرآن کریم ته بې حرمتي، کفر او مقدساتو ته د توهین په معنی دي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر بلاول بوتو زرداري، په خپله یوه ویدیويي وینا کي د شورا غړو ته وویل: «موږ باید هغه په ښکاره ووینو چي څه دي: د مذهبي کرکې راپارول، تبعیض او د زورزیاتي د راپارولو له پاره هلي ځلي.»

د ملگرو ملتونو د بشري حقونو کمیسار فولکر ترک وویل: «د مسلمانانو پر وړاندي ویناوي او تحریک آمیزه اقدامات، له اسلام څخه ویره، د یهودیت ضد او هغه اقدامات او ویناوي چي مسیحیان او یا هم اقلیتي ډلي لکه احمدیان، بهایان او یا هم یزیدیان تر هدف لاندي راولی، د مطلقي بې احترامۍ نښه ده. دا ډول کارونه توهین آمیزه، غیرمسوولانه او تیروتنه ده.»

طالبانو په افغانستان کې د سویډن پر هر ډول فعالیت بندیز ولګاوه

تورک وویل چي له کرکي ډکو خبرو پر وړاندي باید د مذهبونو ترمنځ د پوهاوي، خبرو اترو، زده کړو او تعامل له لاري مبارزه وسي. هغه زیاته کړه چي «داسي پاروني لکه په عام محضر کي د قرآن کریم سوځول، د تحقیر بیانولو، غوصې راپاولو، د خلکو ترمنځ د جلاوالي او د کرکي او ښايي زورزیاتي په وړاندي د نظرونو د بیلوالي له پاره طراحي سوي وي.»

سویډن: د بیان له آزادۍ څخه باید ساتنه وسي

د جون مياشتي پر ۲۸ مه یوه عراقي غیرمسلمان په ستاکهولم کي د يوه مسجد مخي ته قرآن کریم ته اور واچاوه چي په نړیواله سطحه د مسلمانانو ترمنځ د غبرگون سبب سو. طالبانو هم په افغانستان کي د سويډن فعالیتونه بند کړل.

Schweden Koranverbrennung vor der Stockholmer Moschee am Medborgarplatsen auf Södermalm in Stockholm
په ستوکهولم کی د یوه غیرمسلمان عراقي له خوا د قرانکریم سوځول نړیوال غبرگونونه راوپارولانځور: Stefan Jerrevång/TT/picture alliance

د سویډن ښی اړخه حکومت دغه «اسلام دښمنه» اقدام وغانده، خو وې ویل چي مؤظف دی «د تجمع، بیان او مظاهرو د آزادۍ په هکله، په اساسي قانون کي له ملاتړي حق» څخه ډاډ ترلاسه کړي.

د اسلامي همکاريو سازمان د قرانکریم سوځولو ضد اقداماتو غوښتنه کړې

د ملگرو ملتونو د بشري حقونو کمیسار ټینگار وکړ چي د بیان د آزادۍ حق باید داسي تنظیم سي چي د خلکو د ساتني سبب سي.

دا په کال کي د (UNHRC) له دریو غونډو څخه دوهمه ده چي ښايي د جمعې تر ورځي پوري ادامه پیدا کړي.

GP/NZ/AG