1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

امريکا د سپوږمکيو ضد وسلې په تړاو غبرگون وښود

۱۴۰۲ بهمن ۲۷, جمعه

د امريکا متحده ايالاتو د حکومت په وينا روسيه د سپوږمکيو يا سټلايټونو ضد وسلې پر جوړولو کار کوي. زياته شوې ده چې دغه وسله لا تر اوسه مؤظفه شوې نه ده.

https://p.dw.com/p/4cUcJ
Atomraketen Russland
روسيه په لوی شمېر اټومي وسلې لريانځور: ARTYOM KOROTAYEV/AP/picture alliance

د امريکا متحده ايالاتو د ملي امنيت وياند، جون کېربي د پنجشنبې په ورځ (۲۰۲۴ کال د فبرورۍ ۱۵) وويل چې د سپوږمکيو ضد روسۍ وسله اندېښنه کوونکې خبره ده، خو  په وينا يې دغه وسله لا تر اوسه په وظيفه نه ده ګومارل شوې. کېربي ويلي چې له يادې وسلې څخه دمګړی کوم ګواښ نه دی پېښ. هغه زياته کړه: «دوی يې پر وړتياوو لا کار کوي. موږ د هغو معلوماتو د ارزونې په پروسه کې يو چې راته رارسېدلي دي.»

د متحده ايالاتو د ملي دفاع د وياند په وينا ولسمشر جو بايډن د يو شمېر لومړنيو اقداماتو امر کړی دی چې پکښې د روسيې سره دپلوماتيکي اړيکه نيول هم شامل دي. زياته شوې ده چې د ملي امنيت سلاکار، جېک سلوان به د ورځې به جريان کې د کانګريس استازي له وضعې څخه خبر کړي.

د يو دخيل کس د مخکنيو معلوماتو له مخې په واشنګټن کې حکومت د روسيې د اټومي وړتيا په هکله و کانګريس او په اروپا کې خپلو ټلوالو ته معلومات ورکړي دي. د دغو معلوماتو له مخې دا نړيوال امنيت ته ګواښ پېښولای شي او د روسيې لخوا په خلا کې د فعالېدو وړتيا لرونکې وسلې د جوړولو سره اړه لري.

د استازو په جرګه کې د استخباراتي جرګه ګۍ رئيس، مايک ټرنر د چهار شنبې په ورځ د «ملي امنيت لپاره د جدي ګواښ» خبره کړې وه او پر ولسمشر بايډن يې ږغ کړی و چې ټول معلومات دې عام او د عامه لاسرسۍ وړ کړي.

د «نيويارک ټايمز» او د «اې بي سي نيوز» رسنيو راپور ورکړی و چې د امريکا معلومات د روسيې د هغو ازموينو سره تړلي دي، چې په خلا کې د سټلايټونو يا مصنوعي سپوږمکيو ضد اټومي وسلې لپاره دي. دا لا نه ده روښانه چې روسيه ولې داسې يو اټومي وسلې ته اړتيا لري چې سټلايټونه له منځه وړلای شي.

روسيې د پنجشنبې په ورځ خبردارۍ «ډېره بده جعلکاري» او چل ول بللی و. روسيې ويلي ول چې دا د امريکا متحده ايالاتو د حکومت يوه ښکاره هڅه ده چې کانګريس محرک کړي چې د روسيې سره د جګړې لپاره اوکراين ته لا زياتې پيسې ومني. د روسيې له اړخه يادې څرګندونې د ولسمشر پوټين وياند ديميتري پيسکوف کړي دي. د هغه په وينا د دغو راپورونو په تړاو تر هغه وخته نور څه ويل نه غواړي، تر هغو چې د متحده ايالاتو حکومت نور جزيات نه وي روښانه کړي.

د روسيې او امریکا متحده ايالاتو تر منځ د اټومي وسلو د ممکنه نوې سيالۍپه تړاو تېر کال لا د روسيې لخوا خبرداری ورکول شوی و.

آ./ا.ا./ن.ز.