1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستروسیه

روسېې د «نه کنټرول وړ» پوځي سيالۍ خبرداری ورکړی

۱۴۰۲ اردیبهشت ۲, شنبه

یوه روسي چارواکې د جمعې په ورځ د وسلو د «نه کنټرول وړ» له ېوې سيالۍ څخه خبر ورکړ چې اټومي ځواک به هم پکې شامل وي. دغه چارواکي د روسېې د توغندویزې تکنالوژۍ د چټکې ودې خبره کړې چې په لسونو ميلیارډه ډالر پانګونه پرې شوې ده.

https://p.dw.com/p/4QR1i
د آرشیف انځور - روسی توغنندی د توغولو پر مهال د ۲۰۲۰ کال دسمبر
د آرشیف انځور - روسی توغنندی د توغولو پر مهال د ۲۰۲۰ کال دسمبرانځور: Russian Defense Ministry Press Service/AP/picture alliance

دغه خبر رويټرز خبري آژانس د روسېې د دولتي خبري آژانس (RIA) په حواله ورکړې دی. په رپوټ کې د لوړپوړي روسي ديپلومات، ګريګوري ماشکوف له خولې لیکل شوي دي: «موږ په اصل کې د یوې داسې تسلیحاتي سيالۍ د شاهد کېدو په حال کې ېو چې د عواقبو وړاندوينه ېې سخته ده. د توغندویزې تکنالوژۍ پر ودې باندې په لسونو ميلیارډ ډالره پانګونه شوې ده. دغه پروسه د یو نه کنټرول وړ کرکټر سره ترسره کېږي.»

یاد آژانس ويلي دي چې ماشکوف له ېوې مجلې سره په خبرو کې د چين توغندويز سیستم او د اسرائيل، هند او پاکستان د اټومي وړتیا چټکې ودې ته اشاره کړې ده.

ورته نور ولولئ: روسيې په نوي دکترين کې امريکا خپل اصلي دښمن بللې

اټومي پوهانو وضعیت ته په کتو په دې هکله وار دمخه خپلې ژورې اندېښنه ښودلې او دا ېې د بشر د انقراض خطر بللی دی. دوی په جنوري میاشت کې وېلي وو چې پر اوکراین د روسيې د پوځي حملې راهيسې د اټومي وسلو پر سر د راپورته شوو جنجالونو په نتیجه کې د «قیامت ساعت» له بل هر وخت څخه ډېر یعنې نېمې شپې ته رانژدې شوی دی.

روسيې د اوکراين پر څلورو سېمو د خپل قلمرو ادعا کوي او هغه ېې تر خپل اټومي سيوري لاندې راوستلي دی، هغه حرکت چې د ملګرو ملتونو په سازمان کې اکثرو هیوادونو د غیرقانوني عمل په توګه غندلی دی. د روسېې ولسمشر، ولادیمیر پوتين، پر اوکراین تر حملې وروسته په کراتو خبرداری ورکړی چې هغه به د خپل هیواد د ځمکنۍ بشپړتیا د دفاع له پاره خپل ټول په اختیار کې لرلي ځواک څخه استفاده وکړي.

ورته نور ولولئ: پوتين غواړي په بلاروس کې تاکتيکي اټومي وسلې ځای پر ځای کړي

پوتین د روان کال په فبروري میاشت کې پر اوکراين د حملې د یو کال تر پوره کېدو لږ مخکې غرب د دغې جګړې مسئول وباله او امریکا سره ېې د اتومي وسلو د کمولو تړون وځنډاوه.

پوتين هغه وخت د دونباس مسئلې ته په اشاره ويلي وو: «موږ هر کار وکړ تر څو ستونزه په سولیزه توګه حل کړو او دغې ستونزمنې کشالې له پاره سولیزې خبرې اترې وکړو، اما په غرب کې زموږ په غیاب کې یوه کاملاً متفاوته سناریو د چمتو کېدو په حال کې وه.» هغه پر واشنګټن تور ولګاوه چې په اوکراین کې د روسېې د «ستراتيژيک شکست» له پاره هڅه کوي.

ورته نور ولولئ: ستولتنبرګ: د اوکراین واقعي ځای په ناټو کې دی

دا په داسې حال کې ده چې روانه اوونۍ د ناټو سرمنشي ینس ستولتنبرګ د جګړې له پيل راهيسې د لومړي ځل له پاره اوکراین ته سفر وکړ او په کیف کې ېې د دغه هیواد له ولسمشر، ولادیمیر زلینسکي سره ولیدل او هغه ته ېې د ناټو په سازمان کې د غړیتوب ډاډ ورکړ. ستولتنبرګ زیلنسکي سره په یو ګډ خبري کنفرانس کې وويل چې د «اوکراین راتلونکې په ناټو کې ده.»

په عین وخت کې د کریملین ویاند، دیميتري پسکوف وویل چې د ناټو له غړیتوب څخه د اوکراین مخنیوی د مسکو له پاره د یو مهم هدف په توګه پر خپل ځای پاته دی. هغه چې په یو خبري کنفرانس کې يې خبرې کولې، خبریالانو ته وویل چې د اوکراین الحاق به «زموږ هیواد او زموږ د هیواد امنیت ته یو جدی او د پام وړ ګواښ وي.»

 (Reuters)mks/mns 

د روسي پر موضوع زموږ له آرشیف څخه یو انځوریز البوم: