زموږ غاښونه په طبیعي ډول ډیر قوي دي او کولای سي زموږ سره زاړه سي. خو غیر صحي خواړه په تیره بیا بوره ، بریدگر باکتریاوي راجلبوي او کیدای سي کلک غاښونه هم خراب کړي. په دغه ویدیو کی به له پیدایښت څخه د غاښونو ودې او تکامل ته یوه کتنه وکړو او وبه گورو چی د کلکو غاښونو د ساتلو له پاره نورې کومی لاری چاري موجودي دي؟