1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روغتياافغانستان

شري ناروغۍ په افغانستان کې په لسونو کسان وژلي

۱۴۰۳ فروردین ۹, پنجشنبه

د ملکرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونیسف) په افغانستان کې د شري ناروغۍ د ډیریدو خبر وکړی دی. نوموړي سازمان ویلي دي چې د روان میلادي کال په لومړیو درو میاشتو کې ۳۷ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

https://p.dw.com/p/4eEKn
Afghanistan Kabul | Indira Gandhi Kinderkrankenhaus
د یونیسف په حواله په تیرو درو میاشتو کې په افغانستان کې د شري ناروغۍ پيښې ډیرې شوي ديانځور: JORGE SILVA/REUTERS

په افغانستان کې د ملکرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونیسف) په افغانستان کې د روغتیایي وضعیت په اړه په خپل اونیز راپور کې د شري یا سرخکان ناروغۍ د زیاتیدو خبر ورکړی دی.

په همدې وخت کې د ملګرو ملتونو سازمان د مرستو هم غږې کوونکي دفتر (اوچا) هم د افغانستان په اړه د خپل رپوټ په یوه برخه کې د شري د ساري ناروغۍ د پيښو ډیریدو له کبله انديښنه ښودلې ده.

اوچا ویلي دي چې یوازې د روان کال په درو میاشتو کې پر شري ناروغۍ د ۳۷ اخته کسانو مړينه ثبت شوې ده.

د دغه سازمان د شمیرو له مخې په ۲۰۲۴م کال کې په افغانستان کې د شري ناروغۍ ۸۴۱۵ مشکوکې پيښې ثبت شوي دي. پر دې ناروغۍ اکثره اخته کسان او قربانیان یې ښځې او هغه ماشومان دي چې عمرونه یې له پنځو کلونو څخه کم دي.

اوچا زیاته کړې ده چې یوازې د ۲۰۲۴م کال په فیبرورۍ کې په افغانستان کې په مجموع کې د شري ۴۶۸۵ نوي مشکوکې پيښې ثبت شوي دي چې د ۲۳ نورو کسانو د مړینې سبب شوی دی. دا د جنورۍ میاشتې په پرتله د مبتلایانو په شمیر کې ۲۰ سلنه زیاتوالی ښيې.

په افغانستان کې دغه ساري ناروغي په داسې یو وخت کې خپره شوې ده چې د دغه هیواد روغتیايي سیستم له جدي ننګونو سره لاس او ګریوان دی.

 په افغانستان کې د طالبانو له خوا د واک له بيا نیولو راهیسې ډېر داکتران له دغه هیواد څخه وتلي او په نورو هیوادونو کې مهاجر شوي دي.

نړیوالې مرستې هم کمې شوي دي. د دغه هیواد روغتیايي سیستم د پاشل کیدو له خطر سره مخامخ دی چې په ځانګړي توګه ښځې او ماشومان له دې څخه رنځ وړي.

شری یا سرخکان اوس هم په نړۍ کې یو له ډیرو ساري او په بلقوه ډول وژونکو ناروغیو څخه شمیرل کیږي. خو د واکسیناسیون د پروګرامونو له لارې د دغې ناروغۍ مخه نیول کیدلی شي.

آژانسونه: ش.ن/ ن.ز