1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
ټولنههندوستان

د همجنسبازانو د ودونو په اړه د هند د سترې محکمې مهمه پريکړه

۱۴۰۲ مهر ۲۵, سه‌شنبه

محکمې د همجنسبازانو د واده په تړاو په خپله مهمه پريکړه کې وويل چې د دې قانوني کول د محکمې نه بلکې د هند د پارلمان کار دی. برحاله هندو ملتپال ګوند بي جی پي او د مسلمانانو ټولنو د همجنسبازانو د ودونو مخالفت کړی وو.

https://p.dw.com/p/4XdxN
د هند سترې محکمې د همجنسبازانو د ودونو په اړه مهمه پريکړه وکړه
د هند سترې محکمې د همجنسبازانو د ودونو په اړه مهمه پريکړه وکړهانځور: Debsuddha Banerjee/ZUMAPRESS/picture alliance

د هند د سترې محکمې د پنځه کسیز پلاوي مشر او قاضي القضات ډي واي چندر چوړ، دا هم وويل چې له کومو حقونو چې د مخالف جنس جوړې برخمنې دي، همجنسبازانو ته دې هم هغه حقونه ورکړل شي که نه دا به یې له بنسټیزو حقونو څخه سرغړونه وي.

د سترې محکمې له خوا زياته شوې چې فدرالي او د ټولو ايالتونو حکومت بايد د دې زمينه برابره کړي چې همجنسبازان او ترانس جنډر له هيڅ ډول تبعيض سره مخامخ نه شي.

د محکمې پريکړه کې نور څه راغلي؟

د همجنسبازۍ له قانوني کولو وروسته په هند کې د همجنسبازانو د ودونو د قانوني کولو له پاره هم ډېر کمپاينونه وشول او دا لړۍ لا ادامه لري. خو پر برحاله هندو ملتپال بهارتيه جنتا ګوند سربیره يو شمير نور ګوندونه او د مسلمانو مذهبي ډلېيې پر ضد دي.

په دې تړاو په می میاشت کې په ستره محکمه کې ښکيلو اړخونو خپل دلايل وړاندې کړي ول چې په اړه یې نن، سه شنبه محکمې خپله پريکړه واوروله.

د هند سترې محکمې په ۲۰۱۸م کال کې د مستعمرې د وخت هغه قانون لغوه کړی وو چې د همجنسبازانو ترمنځ یې جنسي اړيکي غير قانوني ګرځولې وې.

سترې محکمې په خپله دې تازه پريکړه کې ويلي چې همجنسبازانو ترمنځ د ودونو قانوني کولو جواز نه شي ورکولی او په دې اړه د يوه قانون جوړول د پارلمان کار دی.

قاضي القضات چندر چوړ، وويل چې «په دې اړه تر يو حده د نظر یووالی او مخالفت موجود دی چې موږ د همجنسبازانو د ودونو په اړه تر کومه حده تللې شو.»

دمګړۍ په اسيا کې يوازې تایوان او نيپال دوه داسې هېوادونو دي چې هلته د هجنسبازانو ترمنځ د ودونو اجازه شته دی.

د همجنسبازانو حقونه دې خوندي شي

د سترې محکمې مشر وويل چې د واده په قانون کې د تعديل اختيار د قانون جوړونکو سره دی خو «ال جي پي ټي کیو» کسان د «ژوند د ملګري» او له يو بل سره د اوسيدو حق لري.

نوموړي زياته کړه چې حکومت بايد د دوی د حقونو ساتنه وکړي تر څو دا کسان پرته له ستونزو او مشکلاتو ژوند وکړای شي.

چندر چوړ، په خپله پريکړه کې وويل چې همجنسبازي يوازې د ټولنې ممتاز قشر پورې تړاو نه لري بلکې دا په هغو خلکو پورې هم اړه لري چې د هېواد په بېلا بېلو ښارونو او کليو کې اوسيږي.

په نوي ډهلي کې د هند د سترې محکمې ودانۍ
په نوي ډهلي کې د هند د سترې محکمې ودانۍانځور: Imago/Hindustan Times/S. Mehta

هغه وويل: «په انګلسي ژبه غږيدونکی او د يوه شرکت په دفتر کې کار کوونکی هم کيدای شي هجنسباز وي او په يوه کور کې کارکوونکي خادمه هم دا ډول تمايلات لرلی شي.»

بهارتيه جنتا ګوند یې ولې مخالف دی؟

د هند د لومړي وزير نريندر مودي، ګوند د همجنسبازانو د ودونو د قانوني کولو د غوښتنليکونو مخالفت کړی وو. د ګوند له خوا ويل شوي چې دا «ښاري د ممتاز قشر» خيال دی او پر دې د بحث او په دې تړاو د قانون جوړولو اصلي ځای پارلمان دی.

د ګوند له خوا زياته شوې چې د هند په ټولنه کې د ميړه، ماینې او اولاد ترکيب يوه کورنۍ ګڼل کیږي.

د يادولو وړ ده چې د هندوستان په ټولنه کې اوس هم دودیز ارزښتونه غلبه لري خو په دې وروستيو کې په کرار کرار د «ال جي بي ټي کيو» حقونه هم منل کیږي.

ب. ص/ ن. ز (جاويد اختر، نوی ډهلی)

زموږ له آرشيف څخه: