1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
کډواليپاکستان

د بلوچستان چارواکي غواړي د ورځې لس زره افغان کډوال اخراج کړي

۱۴۰۲ آذر ۹, پنجشنبه

د پاکستان د بلوچستان ایالت چارواکو ويلي دي چې پلان لري هره ورځ لس زره هغه افغان کډوال چې په پاکستان کې د اوسېدو اسناد نه لري، ونيسي او خپل هېواد ته یې اخراج کړي.

https://p.dw.com/p/4Zcyy
په کويټه کې د نادرا دفتر دباندې ناست افغان کډوال
په کويټه کې د نادرا دفتر دباندې ناست افغان کډوالانځور: Atif Baloch/DW

دا ګام په ټول پاکستان کې له هغو عملياتو وروسته اخيستل کيږي چې له مخې یې په دغه هېواد کې ميشت هغه افغان کډوال چې د اوسېدو اسناد نه لري، بيرته خپل هېواد ته اخراج کړي. ويل شوي دي چې په دې وروستيو کې د هغو افغانانو شمير ډېر کم شوی دی چې بیرته ستنیږي.

چارواکي وايي چې د هغو کسانو ځينې چې د اخراجيدو له ګواښ سره مخامخ دي، ظاهراً د پاکستان لیرې پرتو سيمو ته تللي دي.

د بلوچستان د حکومت وياند جان اڅکزي، وويل: «پولیسو ته امر شوی دی چې په پاکستان کې په غير قانوني توګه میشت افغان کډوال دې ونيسي.»

نوموړي وویل چې چارواکو ته لارښوونه شوې ده چې په ورځ کې لس زره افغانان اخراج کړي. اڅکزي دا څرګندونې په داسې حال کې کړي دي چې چارواکو پرون، چهار شنبه پر تورخم او چمن دواړو سرحدي لارو کې د بيرته ستنېدونکو په شمیر کې د ناڅاپي کمښت خبره کړې وه.

د اټکلونو پر اساس د اکتوبر مياشتي په وروستيو کې د پاکستان د حکومت له خوا د عملیاتو د پیلولو د اعلان پر وخت ۱،۷ ميليونه افغانان چې د اوسېدو اسناد يې نه درلودل، ميشت ول. پاکستان ويلي ول چې د نوامبر مياشتي له لومړۍ نیټې څخه به هغه ټول افغان کډوال چې په دغه هېواد کې د اوسېدو اسناد نه لري، نيول کيږي او بيرته به خپل هېواد ته استول کیږي.

له هغه وخت راهېسې تر اوسه ۴۰۰ زره افغانان بيرته خپل هېواد ته تللي دي. د پاکستان حکومت وايي چې د افغانانو په ګډون ټول هغه بهرني اتباع اخراجوي چې په دغه هېواد کې په غير قانوني توګه میشت دي. زياته شوې چې راجستر شوي افغان کډوال چې شمیر یې ۱،۴ میليونه اټکل شوی دی، هدف نه دي او بايد هیڅ انديښنه ونه لري. اوس په پاکستان کې پوليس کور په کور ګرځي او د کډوالو اسناد ارزوي.

د دغو عملياتو په ترڅ کې پاکستان هغه ځانګړي جوازونه هم لغوه کړي دي چې له مخې یې د بلوچستان د سرحدي ښار اوسيدونکو د پولې دواړو غاړو ته تګ راتګ کولی شوای.

د همدې پر ضد د سيمې اوسيدونکو له څو اونيو راهېسې په احتجاج لاس پورې کړی دی. د ویزې د دې نویو مقرراتو موخه د غير قانوني مهاجرت مخه نيول دي.

دغه احتجاج کوونکي وايي چې د پاکستان حکومت د خپلو کاروبارونو د پرمخ وړلو او په سپين بولدک کې د کورنيو له غړيو سره د ليدنې کتنې په موخه دغه جوازونه نه بندوي.

په افغانستان کې واکمن طالبان وايي چې له پاکستانه راستنېدونکو کډوالو سره هر ډول مرسته کوي او هغوی ته یې سرپناه او خواړه چمتو کړي دي.

خو له پاکستان څخه ستانه شوي کډوال د پاکستاني پوليسو له ناوړه چلن څخه شکايت کوي. د بشري حقونو يو شمیر ټولنو د پاکستاني چارواکو پر دغه چلند سختې نيوکې کړي دي.

زموږ له آرشيف څخه:

م.م پاکستان ته: د افغان کډوالو د اخراج لړۍ بنده کړئ