1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

« د افغانانو پر کورونو چاپې وهل کیږي او زنداني کیږي »

۱۴۰۲ آبان ۲۰, شنبه

فعالان وایې د پاکستان پولیس د سند ایالت په جنوب کې د خپل حکومت د پریکړې پر اساس چې باید غیر قانوني کډوال ونیول شي، افغانې ښځې او ماشومان نیسي او زنداني کوي یې.

https://p.dw.com/p/4YhZC
په پاکستان کې افغان کدوال
په پاکستان کې افغان کدوال انځور: Akhtar Soomro/REUTERS

په وروستیو اوونیو کې له ۲۵۰ زرو څخه زیات افغانان له پاکستانه وتلي دي دغه هیواد بې اسناده بهرني اتباع نیسې او له خپل هیواد څخه یې شړي.

د روان کال د اکتوبر ۳۱ مه نیټه د بې اسناده کډوالو له پاره له دغه هیواد څخه د وتلو ضرب العجل ټاکل شوی وو.

دا اخراج تر ډیره افغان کډوال زیانمن کړي دي، دا ځکه چې د پاکستان د کډوالو یوه لویه برخه همدا افغان کډوال ول، چې د پاکستان په وینا ډیرې یې په ناقانونه توګه اوسیدل.

د بشري حقونو فعاله منیزه کاکړ وایې د پاکستان په سند ایالت کې پولیس د نیمې شپې په عملیاتونو کې د افغانانو پر کورونو چاپې وهي، د ښځو او ماشومانو په کډون ټول زنداني کوي.

د نومبر له لومړۍ نیټې راهیسې، یو شمیرفعالانوځانونه د کراچي د توقیف خونو بهر ته رسولي څو له افغان کډوالو سره مرسته ترسره کړي.

خو دوی وايي مرکزونو ته د لاسرسي په برخه کې له ننګونو سره مخ دي.

یاد فعالان وایې، دا چې څه ډول د افغان کډوال د بسونو په مرسته له پولي هاخوا وړي هیڅ ډول معلومات نه لري.

په تېر دسمبر کې، افغان ښځې او ماشومان په کراچۍ کې د هغو ۱۲۰۰ کسانو په ډله کې وو، چې له قانوني سفري اسنادو پرته کراچي ته راننوتلې ول او ددغه هیواد د پولسیو لخوا ونیول شول.

دغه نیول کېدل وروسته له هغه د افغانستان له ګوټ ګوټ څخه نیوکې راوپارولې چې پر خواله رسنیو چې په زندان کې ماشومانو عکسونه خپاره شول.

د بشري حقونو فعاله منیزه کاکړ وایې، په دې ورستیو کې ان هغه کسان چې قانوني اسناد لري نیول کیږې، هغې زیاته کړل چې له دوی څخه ډیرو یې د نیولو له ویرې ځانونه په کور کې بند کړي دي.

کاکړ زیاته کړې: « زه داسي کورنۍ پیژنم چې په خپلو کورونو کې یې ځانونه بندیان کړي او له لوږې سره لاس او ګریوان دي، دا ځکه چې له دې ویره لري چې ګواکي پولیس به یې ونیسي.»

هغې په پاکستان کې د هغو مهاجرو ماشومانو حالت هم په ګوته کړ چې د شناختي کارډ  پرته په دغه هیواد کې زیږیدلي، حتی که د دوی مور او پلار اسناد هم  ولري.

هغې اسوشیټیډ پریس ته وویل چې کوچنيان له خپلو کورنیو څخه جلا کوي.

د کاکړ په وینا ان، یو پاکستانی ماشوم چې په پښتو ژبي خبرې کوي، مانا دا چې د افغانستان یوه رسمي ژبه ده، ونیول شو او ویستل شوی دی دا ځکه چې مور او پلار یې په ملي ډیټابیس کې په ثبتولو کې پاتې راغلې ول.

د پاکستان د بشري حقونو د کمېسیون مشره حنا جيلاني ويلي، پاکستان له څلوېښتو کلونو راهيسې د افغانانو کوربه توب سره سره د کډوالو، پناه غوښتونکو او بې اسنادو کډوالو د سمبالولو لپاره يو جامع ميکانيزم نه لري.

بشري حقونو د کمیسیون دې مشري د حکومت پر "یوه اندازه ټول سره یو ډول چلند "  باندې نیوکه وکړه او د اړتیاو پراساس یې  د ارزونې غوښتنه وکړل ، په ځانګړي توګه د هغو کسانو لپاره چې د طالبانو د واکمنیدو وروسته له پولي دیخوا راغلې دي.

په پاکستان کې د افغان مهاجرو کورونه ړنګ شوي

د پاکستان لنډمهالې لومړي وزیر وروسته له هغې د هغو افغانانو چي هلته د اوسېدو اسناد نه لري د اخراج امر وکړ چې په خبره يې په دغه هيواد کې ناامنيو نور هم زور واخيست. پاکستان تور لګوي چې د دغه هیواد په ناامنيو کې افغانان لاس لري. هغه تور چي افغانان يې هر وخت ردوي.

د پاکستان د حکومت له لوري په خپرو شوو معلوماتو کې راغلي، هڅه کوي په راتلونکو څو میاشتو کې په پاکستان کې میشت لږ تر لږه ۱،۷ میلیونه هغه مهاجر اخراج کړي چې په دغه هيواد کي د اوسېدو اسناد نه لري.