1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

حزب الله؛ په منځني ختیځ کې پياوړې وسله واله ډله؟

۱۴۰۲ مهر ۲۵, سه‌شنبه

په لبنان کې ريښې لرونکې او د ايران له ملاتړه برخمنه حزب الله ډله يوه سياسي او يوه نظامی څانګه لري او جنګيالو یې په ډېرو جګړو کې هم برخه اخیستې ده. د دې ډلې په اړه نور څومره معلومات شته؟

https://p.dw.com/p/4XdV0
د حزب الله ډلې جنګيالي
د حزب الله ډلې جنګيالي انځور: Hussein Malla/AP/picture alliance

په واشنګټن کې د میشت ويلسون مرکز د ۲۰۲۲م کال په يوه څېړنه کې دحزب الله نظامي څانګه په دې ټکو ياده شوې ده: «په منځني ختيځ او حقیقت کې د نړۍ يو تر ټولو ستر غير دولتي نظامي لوبغاړی.»

حزب الله چې د «الله ډله» معنا ورکوي د ايران له ملاتړه برخمنه ده او مقر یې په لبنان کې دی چېرې چې دا ډله رامنځته شوې ده.

حزب الله يوازې يوه ملېشه نه ده، بلکې په لبنان کې د شعيه مذهبو د تر ټولو مهم سياسي ځواک په توګه د لبنان په سياست او ټولنه کې اوبدل شوې ده.

امريکا ميشته د «Council on Foreign Relations» مرکز يا سي آر اف د ۲۰۲۲م کال په خپله يوه څېړنه کې دغه ډله داسې تشريح کړې: «د خپلو هر اړخیزو امنيتي وسایلو، د سياسي تنظيم او د خپلو هر اړخیزو ټولنیزو خدمات له وجې دې ډلې «په دولت کې د بل دولت» نوم خپل کړی دی.

یو شمير هېوادونو لکه امريکا په ۱۹۹۷م کال کې او آلمان په ۲۰۲۰م کال دغه ډله د يوې ترهګرې ډلې په توګه درجه بندي کړې ده. اروپايي اتحادیې یې بيا په ۲۰۱۳م کال کې يوازې نظامي برخه د ترهګریز سازمان په توګه نومولې ده.

د هغه نقش له کبله چې حزب الله له ۱۹۹۲م کال راهېسې د لبنان په يو بل پسې په راتلونکو حکومتونو کې لوبولی دی، حتی په اروپايي ټولنې کې دننه دغه پريکړه هغه وخت پر یوې لانجې اوښتې وه.

حزب الله چې په لبنان کې د ټولنیزو خدماتو چې روغتونونه، ښوونځي او ټولنیز تاسيسات پکې شامل دي، يوه پراخه او هر اړخیزه شبکه لري او له دې وجې د لبنان په يو شمير برخو کې ډېر محبوبيت لري، په تېره بيا د لبنان په شعيه مذهبو کې.

د حزب الله ډلې مشر حسن نصرالله
د حزب الله ډلې مشر حسن نصراللهانځور: JOSEPH EID/AFP via Getty Images

د اټکلونو پر اساس په لبنان کې شعيه مذهبه د ټول نفوس کابو يو په دريمه برخه ده. د ۲۰۲۰م کال د يوې ټولپوښتنې په حواله له دوی څخه یې څه نا څه ۸۹ سلنه له حزب الله ډلې مثبت تصور لري.

نور لبنانیان بيا برعکس دې ډلې ته د شک په سترګه ګوري. دوی پر دې ډلې تور لګوي چې لبنان تل په نړيوالو شخړو کې ښکيلوي او د لبنان پر ځای د ايران د ګټو استازيتوب کوي.

حزب الله ډله څرنګه رامنځته شوه؟

حزب الله ډله په ۱۹۸۲م کال کې د لبنان د کورنۍ جګړې پر وخت چې په ۱۹۷۵م کال کې پېل او تقريباً ۱۵ کاله یې دوام وکړ، رامنځته شوه. په دې جګړه کې د لبنان د ټولنې بېلا بېلې ډلې په تېره بيا سني او شیعه مسلمانان، عيسويان، کيڼ اړخه او ملتپال عرب يو د بل په مقابل کې ودرېدل. په دې جګړه کې همدا راز د سوریې او فلسطيني وسله والې ډلې هم شاملې وې.

په دې ترڅ کې يوې شعيه ډلې د اسرائيل د ځواکونو پر وړاندې د جګړې پريکړه وکړه. ايران چې اکثريت شعيه وګړي لري، له دې لارې یې په عربي نړۍ کې د خپل نفوذ د پراخولو چانس وليد او د دې نويو مليشو روزنه او تمويل یې پيل کړ.

ایران چې د ۱۹۷۹م کال تر انقلاب وروسته یې حکومت د هغه وخت د انقلابي مشر آیت الله خميني، د ځای ناستو شعیه مشرانو په لاس کې دی، دمګړۍ په ټول منځني ختیځ کې د ځينو ډلو ملاتړ کوي. په دې ډلو کې پر نورو سربیره د فلسطينيانو د سيمو حماس او د عراق شعيه مليشې شاملې دي.

د وخت په تېریدو سره د حزب الله وسله واله څانګه په لبنان کې پر نورو ډلو او همداراز له هېواده دباندې پر هدفونو د ترهګریزو بريدونو، لکه ځانمرګو او ورته بريدونو سره وار په وار له تشدد ډک چلند کوي او د يوه ترهګریز سازمان په توګه راڅرګنده شوې ده.

حزب الله کوم هدف تعقيبوي؟

په ۱۹۸۵م کال کې دغه ډلې خپل یو منشور خپور کړ چې يو لړ هدفونه پکي ذکر شوي ول: د پخوانيو لویدیځو مستعمرو قدرتونو شړل د مثال په توګه په لبنان کې یې نفوذ را کمول، د اسرائيل دولت له منځه وړل او ايران ته نږدې کیدل. همدا راز د هغه وخت په منشور کې د ایران د مذهبي حکومت د ماډل پر بنسټ د يوه مذهبي – اسلامپاله رژيم د رامنځته کيدو غوښتنه هم شامله وه.

د وخت په تېريیدو سره د حزب الله هدفونه په تېره داخلي سياسي هدفونه کمزوري شول. په ۲۰۰۹م کال کې دې ډلې يو نوی منشور جاري کړ چې په هغه کې راغلي چې يو اسلامپاله رژيم ښايي د لبنان له پاره مناسب نه وي.

خو دا ډله اسرائيل ته د مخکې په څېر د خپل اصلي دښمن په توګه ګوري او تل له دغه هيواد سره ښکيل کيږي. دا ډله اکثره وخت دغه ګاونډي هيواد د لبنان له سرحد څخه د راکټونو په توغولو سره پاروي.

د حماس او اسرائيل ترمنځ د تازه شخړې له کبله څارونکي د اسرائيل او حزب الله ترمنځ د يوې سترې جګړې ويره لري، لکه په ۲۰۰۶م کال کې د لبنان – جګړه. په دغه جګړه کې تر ۱۲۰۰ ډېر انسانانو ووژل شول.

حزب الله څومره وسلې لري؟

د دې ډلي مشر حسن نصرالله، په دې وروستيو کې ادعا کړې وه چې ډله یې تر ۱۰۰ زرو ډېر جنګیالي لري. خو ځيني کارپوهان دا شمير افراط بولي خو په دې اړه د باور وړ شميرې نشته.

خو روښانه ده چې حزب الله د وسلو پراخه زېرمې لري چې «زياتره یې کوچني، د انتقال وړ او له ځمکې څخه ځمکه ويشتونکي راکټونه دي.» دا معلومات د «ستراتیژيکو او نړيوالو څيړنو د مرکز» د ۲۰۲۱م کال له يوې څېړنې څخه ترلاسه شوي دي.

دا چې دا ډله به اوس څومره راکټونه ولري، ارزونکي یې په اړه ډاډه نه دي. د اټکلونو پر اساس دا ښايي ۱۳۰ زره او يا ښایي تر دې هم ډېر وي.

حزب الله زياتره ايراني، چينایي او روسي وسلې لري چې زياته برخه یې د ایران او سوریې له لارې دې ډلې ته رسيږي.

حزب الله د جګړې په ډګر کې څومره اغیزمنه ډله ده؟

حزب الله د يوې پياوړې ډلې په توګه شهرت لري او جنګيالي یې د جګړې تجربه لرونکي انګيرل کيږي. د خپل تمويل کوونکي ايران سره په ګډه دغه ډله له اوږدې مودې راهېسې د سوریې د حکومت متحده ده. هلته یې يو شمیر ډلو د سوریې د واکمن بشار الاسد له سياسي مخالفينو سره جګړه هم کړې ده چې په هغه کې د معتدلو ديموکراتیک ځواکونو ترڅنګ د القاعدې او داعش ترهګرو ډلو سره نزدې اړيکي لرونکې سني افراطيان هم شامل ول.

د حزب الله جنګيالو په ۲۰۱۴م کال کې په عراق کې هم د داعش پر ضد جګړه کړې ده.

دې ډلې په ۲۰۱۵م کال کې يمن ته هم روزونکي او جنګيالي استولي ول څو هلته له حوثي ياغيانو سره د سعودي عربستان پر وړاندې جګړه کې د هغوی ملاتړ وکړي.  

ب. ص/ ن. ز (دويچه ويله انګلسي)

زموږ له آرشيف څخه: