1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
کډواليپاکستان

ايمنسټي له پاکستانه د افغان مهاجرو د اخراج درولو غوښتنه کړې

۱۴۰۳ فروردین ۷, سه‌شنبه

ايمنستي انترنيشنل له پاکستان څخه د افغان مهاجرو د اخراج له منفي پایلو څخه خبرداری ورکړی دی. دې سازمان ويلي دي چې د افغان مهاجرو د اخراج د ادامې له پاره د پاکستان پروګرامونه د ډېرو کسانو ژوند په خطر کې اچوي.

https://p.dw.com/p/4e8q8
له پاکستان څخه د افغان کډوالو د اخراج بهير
له پاکستان څخه د افغان کډوالو د اخراج بهيرانځور: FAROOQ NAEEM/AFP/Getty Images

د افغانستان او پاکستان ترمنځ د ترنګلتيا په شديدو سره، پاکستاني چارواکو ويلي دي چې په راتلونکې ميلادي میاشت کې به له دغه هېواد څخه د افغان مهاجرو د اخراج له پاره تازه هلې ځلې پيل کړي.

د خيبر پښتونخوا ایالت يوه لوړپوړي چارواکي د نوم نه بربنډولو په شرط د فرانسې خبري آژانس ته ويلي ول: «پوځ موږ ته خبر راکړی دی چې د هغو افغان مهاجرو د بيرته ليږد دويمه مرحله چې د اوسيدو قانوني اسناد نه لري، ښايي تر اختر وروسته به پېل شي.»

دغه چارواکي ويلي: «د دې پړاو جزيات تر اوسه په ډاګه شوي نه دي.»

د بخښنې نړيوال سازمان غبرګون

د ايمنستي انترنيشنل يا بخښنې نړيوال سازمان د آسيا برخې د ټولنیزو رسنيو د ایکس شبکې پر خپله پاڼه ليکلي دي چې د افغان مهاجرو د اخراج د دوام په برخه کې د پاکستان پروګرامونه به د ډېرو کسانو ژوند په خطر کې واچوي. دې سازمان له نړيوالې ټولنې څخه غوښتنه کړې ده چې په پاکستان کې د میشتو افغان مهاجرو د پناه غوښتنې دوسیو ته رسيدګي او هغوی په نورو ځایونو کې د ميشتيدنې بهير دې چټک کړي.

په پاکستان کې د افغان مهاجرو کورونه ړنګ شوي

د بخښنې نړيوال سازمان پاکستان ته ويلي دي: «حکومت باید ډله ایز اخراجونه ودروي او د بشري حقونو د نړيوالو قوانينو پر اساس دې د مهاجرو له حقونو څخه ساتنه وکړي.»

د ملګرو ملتونو د مهاجرو چارو عالي کميسارۍ د يوه رپوټ په حواله د تېر ميلادي کال د اکتوبر میاشتې له پېل يعني د پاکستان له خوا د افغان مهاجرو په داوطلبانه توګه د ستنېدو له پاره د مهلت له اعلانیدو راهېسې، تر اوسه ۲۸۰ زره افغان کډوال بيرته خپل هېواد ته ستانه شوي او بيا ستنېدو ته مجبور شوي دي. 

د پاکستان حکومت تر اوسه د ملګرو ملتونو او لویدیځو هېوادونو د سفارتونو هغو غوښتنو ته پاملرنه نه ده کړې چې په ځانګړي توګه د دې طرحې د بياکتنې او همدا راز له خطر سره د مخامخ افغانانو د ساتنې له پاره یې کړي دي.

د پاکستان او طالبانو د ادارې ترمنځ اړيکي په دې وروستيو کلونو کې په ځانګړي توګه د افغان طالبانو له خوا د پاکستاني طالبانو څخه د ملاتړ له کبله چې د تحريک طالبان پاکستان په نامه شهرت لري، خړې پړې شوي دي. خو افغان طالبان له دغه ډلې څخه ملاتړ ردوي.