1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آلماني ځواکونه ليتوانيا ته ورسېدل

۱۴۰۳ فروردین ۲۱, سه‌شنبه

آلمان تر دوهمې نړېوالې جګړې وروسته د لومړي ځل له پاره د ناټو غړي هېواد ليتوانیا کې د خپلو ځواکونو ځای پر ځای کول عملاً پیل کړ. ليتوانيايي رهبرانو له دغه اقدام څخه د «يوې تاريخی شېبې» په توګه هرکلی کړی دی.

https://p.dw.com/p/4eZ7F
د آلمان دفاع وزير بوریس پيستوریوس په برلین کې له پوځيانو سره
د آلمان دفاع وزير بوریس پيستوریوس په برلین کې له پوځيانو سرهانځور: Sean Gallup/Getty Images

د دوشنبې په ورځ (د ۲۰۲۴م کال د اپریل ۸مه) د آلماني عسکرو لومړنۍ جوپه چې په شاوخوا ۲۰ کسانو مشتمله ده، لیتوانيا ته ورسېدله. دغه عسکر به د کال تر پایه د ۱۵۰ نورو ورتلونکو آلماني ځواکونو له پاره لومړني کارونه کوي. تمه ده چې آلمان په ليتوانيا کې د خپلو ځواکونو شمېر د ۲۰۲۷م کال تر پايه پورې ۵۰۰۰ ته ورسوي چې د يوې اوږدې مودې له پاره به هلته ميشت وي.

اسوشتید پریس د آلمان خبري آژانس په حواله وايي چې د آلمان دفاع وزير، بوریس پيستوریوس، په برلین کې وويل: «دا لومړی ځل دی چې موږ دا ډول یوه قطعه له هېواده بهر ځای پر ځای کوو.» هغه دا د آلمان پوځ له پاره «يوه مهمه ورځ» وبلله.

ليتوانيا هم له دغه اقدامه هرکلی کړی دی. د دغه هېواد دفاع وزير، لوریناس کاسيوناس (Laurynas

Kasciunas) په پلازميه ویلنوس کې وويل چې د آلمان دغه اقدام، د ناټو د شرقي جناح ټولو غړو هېوادونو له پاره چې روسيې او د هغه له متحد بلاروس سره پر ګډې پولې پراته دي، «یو عالي مثال دی.»

هغه زیاته کړه: «موږ به یوه داسې دفاع او د مخنيوي معماري ایجاد کړو چې هېڅ شرقي مخالف حتی د ناټو د پنځمې مادې د آزموېلو فکر ونکړي.»

د ناټو د ګډې دفاع پنځمه ماده د دغه ۳۲ غړي لرونکي پوځي تړون زړه بلل کيږي. د دغې مادې پر اساس که د ناټو پر یو یا څو غړو د تړون پر ټولو غړو حمله بلل کیږي.

د اسوشتيد پریس خبري آژانس په حواله، آلمان به په ټوله کې شاوخوا ۴۸۰۰ عسکر او ۲۰۰ ملکيان په ليتوانیا کې چې مخ په ډېرېدونکي توګه له خپلو ګاونډیو د تهاجم اندېښنه لري، د تل له پاره مستقر کړي. دغه هېواد د روسيې د کالينیګ ګراد برخې په غرب او د بلاروس په شرق کې پروت دی. د یو قرارداد پر اساس د آلماني ځواکونو له پاره بېزونه، ليتوانيا جوړوي.

آلمان له ۱۹۹۰مې لسيزې راهیسې له هېواده بهر پوځي ماموریتونه درلودلي دي چې هم په کې راځي، خو په شرقي اروپا یا بالکان سیمه کې ېې لومړی ځل دی. د آلمان پوځ یا بونديس وير وايي چې حاضر دمه د دوی ځواکونه په اروپا، آسیا، افریقا او منځني ختيځ کې میشت دي.

آ/م.ک.ص./ا.ا.

له آرشیف څخه: