1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«نرښځیانو ته په میراث کې حق ورکول کیږي»

۱۳۹۹ آبان ۲۷, سه‌شنبه

په بنګله دیش کې به ژر به نرښځیان د خپلې کورنۍ په جایداد کې د میراث ترلاسه کولو حق ولري. په دغه هېواد کې نرښځیانو ته د دوی د بشري حقونو ورکولو په برخه کې هڅې پیل شوي دي.

https://p.dw.com/p/3lQ3m
Symbolbild I Sexarbeit in Indien
انځور: picture-alliance/dpa/D. Solanki

د بنګله دیش د عدليې وزیر د یکشنبې په ورځ اعلان وکړ چې ډیر ژر به نرښځیان د خپلې کورنۍ په وراثت کې شریک او په جایداد کې برخه ترلاسه کړای شي. دا په دغه مسلمان اکثریت لرونکي عنعنوي هیواد کې د نرښځیانو اقلیتي ټولنې ته د دوی د حقونو ورکولو یو له روانو کوښښونو څخه دی.

بنګله دیش چې ۱۶۸ میلیونه نفوس لري په حکومتي کچه سیکولار، خو د ملکیتونو په اړه قوانین یې اوس هم د مذهبي قوانینو پیروي کوي، چې له مخې یي د مور پلار تر وفات وروسته نرښځیانو ته په جایداد کې د حق ورکولو ممانعت کیږي.

لومړۍ وزیرې شیخ حسینه روانه اونۍ د کابینې په یوه غونډه کې ویلي ول چې د نرښځیانو له پاره د نویو قوانیو پر جوړونې کار روان دی. د عدليې وزیر انیس الحق د فرانسې خبري آژانس ته وویل:«موږ د اسلامي شریعت او خپل د اساسي قانون په رڼا کې د یوه داسې قانون جوړولو کوښښ کوو، چې له مخې نرښځیانو ته په ملکیت کې حق ورکول تضمین کړای شي.»

دا سند تر اوسه پورې د پارلمان له خوا نه دی تائید شوی، خو تمه کیږي د قانون جوړونې دغه بنسټ به یاده قانوني مسوده تصویب کړي.

بنګله دیش له ۲۰۱۳م کال راهیسې اجازه ورکړی چې نرښځیان د یوه جلا صنف یا جنسیت په توګه وپیژندل شي. په دغه هیواد کې د نرښځیانو مجموعي شمیر شاوخوا ۱،۵ میلیونو ته رسیږي.

Pakistan Transgender Proteste
انځور: DW/A. Bacha

تیر کال دوی د دریم جنسیت په توګه د رای ورکونې اجازه هم ترلاسه کړه. د روانې عیسوي میاشتې په پیل کې په دغه هیواد کې نرښځیانو ته لومړنۍ اسلامي مدرسه هم پرانیستل شوه.

خو دغه ټولنه اوس هم په پراخه پيمانه له امتیازي چلن سره مخامخه ده. د بنګله دیش د قانون پر اساس همجنسبازان د بند په سزا محکومیږي، خو ویل کیږي چې دا قانون ډیر لږ عملي کیږي.

د بنګله دیش حکومت دغه اقدامات د بشري حقونو د فعالانو له تود هرکلي سره مخامخ شوي دي. خو ترڅنګ یي دوی اندیښمن دي چې آیا دغه قوانین به عملي هم شي؟ ځکه اوس هم ډیر شمیر کورنۍ د ټولنیز فشار له امله د اولاد په توګه د نرښځیانو له قبلولو څخه انکار کوي.

د ټرانسجنډر رائټس ګروپ یا د جنسیت بدلونکي ډلې مشره انانیا بانیک وویل چې د یوې فعالې په توګه خوشحاله ده چې دې موضوع ته پاملرنه کیږي، خو دا خبره یوازې په قانون جوړونې سره نه شي حلیدلی، بلکې د دې له پاره د ټول هیواد په کچه په ټولنه کې بدلون اړین دی.

بانیک وویل چې هغه په ۱۶ کلنۍ کې د نرښځي په توګه راښکاره شوه. هغه زیاتوي چې خلکو یي پر کورنۍ ډیر فشار واچوه چې په پایله کې د خپل کور پریښودو ته اړه شوه. دا یوازې نه ده، بلکې په ټولنه کې داسې په سلګونو زره نرښځیان موجود دي چې د خپلو کورونو پريښوولو ته اړ شوي دي.

بانیک وایي چې ترجیح ورکوي د یوې مؤنثې په توګه و پيژندل شئ. اکثر نرښځیان له خپلو خپلوانو، کورنۍ غړو او عزیزانو څخه لیري کیږي او که دوی د میراث ترلاسه کولو له پاره بیرته خپلې کورنې ته مراجعه وکړي، نو له تشدد سره مخامخ کیږي.

د بشري حقونو فعالان د سخت دریځه افراطي نظریې درلودونکو کړیو له شدید غبرګون څخه هم اندیښمن دي. په ۲۰۱۵م کال کې سخت دریځه افراطیانو یو مشهور همجنسباز چې د ایل جي بي ټي مجلې ایډیټر هم وو، وواژه.

آژانسونه: ش.ن/ ن.ز

زموږ له آرشيف څخه: